لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني خبریال اسد طور په ضد "د پوځ خلاف د پروپیګنډې" په تور مقدمه درج شوې


واشنګټن ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې د راولپینډۍ ښار پولیسو د خبریال اسد علي طور په ضد د سایبر جرمونو د قانون له مخې په دې تور مقدمه درج کړې چې وایي هغه پر ټولنیزو رسنیو "د پاکستاني ریاست، ادارو او پوځ په ضد منفي پروپیګنډه" کوله.

دغه مقدمه د نهې- سه شنبې په ورځ د راولپینډۍ د اوسېدونکي حافظ احتشام احمد په شکایت درج شوې چې دعوه کړې او وایي اسد طور "په تېرو څو ورځو کې د پوځ په ګډون د اعلی حکومتي ادارو په ضد له سپکاوي ډکه ژبه کارولې چې وایي دا د قانون له مخې ستر جرم دی".

پر نوموړي د پاکستان د فوجداري قانون له مخې د بدنامۍ، د بدنامۍ د سزا او د ولس د ګمراهۍ د مادو او د الیکټرانک مېډیا د جرمونو د قانون له مخې د کرکې د خبرو، د کوم تن د عزت خلاف د جرم او غیرقانوني آنلاین موادو په بنیاد مقدمه درج شوې ده.

خبریال اسد علي طور تر اوسه نیول شوی نه دی، هغه د ځان په ضد شوی ایف ای آر پر ټویټر خپور کړی چې د ستمبر پر 12مه د راولپینډۍ ضلعې په جاتلي تاڼه کې درج شوی دی. اسد طور دا مقدمه د افسوس وړ ګڼلې او وایي نه یې غوښتل د خبریال په توګه پخپله خبر وګرځي:

"د راولپینډۍ پولیسو پرته له دې چې ما واوري د یو ګوډاګي کردار حافظ احتشام په شکایت یې زما خلاف په دې تور ایف ای آر درج کړ، چې ګواکې "پاکستان ضد یم او پر سوشل مېډیا د پوځ خلاف پروپیګنډه" کوم. دا ډول فاشیسټي کړنلارې ما نه شي غلی کولای".

پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان ګڼ شمېر خبریالانو د اسد علي طور په ضد د مقدمې درج کېدو غندنه کړې ده. مشهور پاکستاني خبریال او څېړونکي حامد میر پر ټویټر لیکلي:

"هغه ټول چې د اسد علي طور او نورو خبریالانو د ځورولو هڅه کوي او د دوی په ضد مقدمې درج کوي په اصل کې د یورپي پارلمان له خوا لانجې ته بلنه ورکوي،‌ چې پاکستان ته یې جي ایس پي پلس درجه ورکړې او هغه له بشري حقونو او د مطبوعاتو له ازادۍ سره مشروط ده".

د اسد طور په ګډون دا درېیم تن دی چې په تېرو څو ورځو کې یې په ضد دا ډول مقدمې درج شوې دي. تر دې وړاندې د جرنلسټ او د پاکستان د الیکټرانک مېډیا د انتظام ادارې (پېمرا) د پخواني مشر ابصار عالم په ضد د پنجاب په جهلم ښار کې درج شوې وه.

پر ابصار عالم هم تور لګېدلی وو، چې وایي د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او د پوځ په ضد یې پر ټویټر "ناوړه ژبه" کارولې ده او هغه یې "غدار" بللی وو. ابصار عالم د دې مقدمې په اړه ویلي وو:

"د یو فاشیسټ نظام خلاف په مبارزه کې د غدارۍ داسې مقدمې خو ویاړ دی، موږ مشرف هم غلي نه کړو نو جنرل باجوه په کوم ګومان کې دی".

تر ابصار عالم وړاندې د خبریال بلال فاروقي په ضد په کراچۍ کې مقدمه درج شوې وه، پر هغه هم د پاکستاني پوځ په ضد بغاوت ته د خلکو د پارولو او مذهبي کرکو خپرولو تور لګېدلی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG