واشنګټن – د امریکا متقاعد یا ریټایرډ پوځي جنرال جوزیف ووټل امریکا غږ ته په یوې مرکه کې وویل، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمول بین الافغاني مذاکراتو پورې تړاو لري.
ووټل وویل، "داسې ښکاري چې د بین الافغاني سولې د بهیر پیلېدل به یو فرصت وي، چېرې چې به مونږ داسې یو ګام پورته کولای شو."
جنرال ووټل چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې یا سینټکام مشري یې د ۲۰۱۶ کال له مارچ څخه تر ۲۰۱۹ کال مارچ پورې کړې په دې ټینګار وکړ چې امریکا او متحدین یې په سیمه کې سترې پوځي وړتیاوې لري چې پرې کولای شي په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته ځواب ورکړي.
"زه فکر کوم چې مونږ دا وړتیاوې لرو چې په داسې حالاتو کې په ډېرې چټکۍ سره ځواب ورکړو نو په سیمه کې د ځواکونو کمول دا معنی نه لري چې مونږ به دا وړتیا و نه لرو چې منابع بېرته راوړو او یا له پاتې شونو منابعو څخه کار وا نه واخلو."
امریکا تېره اونۍ اعلان وکړ چې دوی به په افغانستان کې تر نومبر میاشتې پورې د خپلو سرتېرو شمېر له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راکم کړی.
د سېنټکام قومندان جنرال کېنېت فرانک مکینزي تېره اونۍ له امریکا غږ او دوو نورو رسنیو سره په یوې مرکه کې وویل، تر نومبر پورې د نورو ۴۰۰۰ سرتېرو کمول د ښه نیت په توګه ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې وه چې امریکا غواړي چې دا وښيي چې دوی نه غواړي په دغه هېواد کې د یو قبضه کونکي ځواک په توګ پاتې شي خو مونږ ګټې لرو، مهمې ګټې، چې مونږ دې ته واداره کوي چې په دې باوري شو چې القاعده او داعش به هلته مېلمانه نشي کېدای چې بیا په امریکا باندې برید وکړي.
له طالبانو سره د امریکا لخوا په فېبروۍ کې د شوي تړون له مخې له افغانستان څخه د ۲۰۲۰ کال تر مې میاشتې پورې د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل یاد شوي خو یواځې په هغه حالت کې چې طالبان د تړون شرایط پوره کړي.
په طالبانو باندې په دغو اېښودل شویو شرطونو کې له القاعده سره د اړیکو پرېکول او له افغان حکومت سره د سولې د تړون په اړه مذاکرات کول هم شامل دي.
ووټل زیاته کړه دی هیله لري چې امریکا به په افغانستان کې خپل پوځي حضور وساتي تر څو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي چې له کورونیو او بهرنیو ګواښونو څخه خپله دفاع وکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له اټلانټیک کونسل سره په یوې انلاین غونډه کې د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې تر ۲۰۰ کم کسان فعالیت کوي.
خو ووټل وویل، که څه هم په افغانستان کې به د القاعده شبکې غړي له ۲۰۰ کم وي خو امریکا په افغانستان او سیمه کې د ګڼو نورو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنې لري.
د ملګروملتونو لخوا په مې میاشتې کې په یو خپور شوي راپور کې د افغان چارواکو له خولې راغلي وو چې په ګڼ. شمېر بهرنۍ ترهګرې ډلې او په زرګونو بهرني جګړه ماران په افغانستان کې دي او دا کولای شي د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د اوربند په صورت کې هم امنیتي ګواښ رامنځ ته کړي.
افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلې د سولې خبرې د خالي یا شنبې په ورځ پیل کړي دي.
تمه ده دغه خبرې به په افغانستا کې په یو دایمي اوربند او د قدرت د شراکت په ترتیباتو باندې تمرکز ولري.