لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دفلمي صنعت دپیاوړتیا پرېکړه،پښتانه فلمسازان وایي زیات پام باید پښتو فلمونو ته وشي


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران دکلتور د ودې دپاره هیواد کې دفلمي صنعت اؤ سنیماګانو دبحالۍ دګامونو منظوري ورکړې ده اړونده اړخونو ته یې دفلم جوړونکو اؤ فنکارانو دمالي مرستو دپاره دپنګو بیلولو امر کړی دی.

دپښتو فلمي صنعت سره تړل شوي هنرمندان اؤ فلم سازان وایي وړومبی د ترهګرۍ څپې اؤ وروسته د کرونا وبا تر ټولو زیات زیان پښتو فلمونو ته رسولی دی اؤ دا مهال په ملک کې تر ټولو زیات جوړیږي هم پښتو فلمونه نو ځکه پکار ده چې حکومت پښتو فلم ته ځانګړی پام وګرځوي.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تیره ورځ د اوچتې پائ یوه غونډه کې د فلمونو د زیاتوالي اؤ د سینماګانو د وضعیت په هکله یوه مهمه غونډه شوې چې پکې هیواد کې دفلم صعنت ارزؤنه شوې ده.

په دغه مهال د وزیراعطم داطلاعاتو معاون ښاغلي عاصم سلیم باجوه وزیر اعظم ته ویلي چې یو وخت په هیواد کې شا وخوا ۱۲سوه سینماګانې موجودې وې خو په کال ۲۰۰۰م کې ددې سینماګانو شمیره ۲۰یا ۳۰ؤ ته راټېټه شوه اؤ اوس یې شمیره ۷۰ده.

ښاغلي عاصم باجوه وزیراعظم ته دفلمي صنعت دپیاوړتیا دپاره وړاندیزونه هم مخې ته اېښودي دي چې وزیراعظم یې منظوري ورکړې ده.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې غونډه کې پرېکړه شوې چې دفلمي صنعت په پښو ودرؤلو دپاره به فلمونو سره اړوند خلکو ته مراعات اؤ اسانۍ ورکولی شي اؤ دجوړیدونکو فلمونو معیار به لوړولی شي.

د وزیراعظم ځانګړي معاون عاصم سلیم باجوه په ټوئټر لیکلي دفلمي صنعت دپیاوړتیا دپاره دغه غونډه کې د اړینو ګامونو منظوري ورکړل شوې اؤ اوس به دهیواد دکلتور اؤ ټولنیزو کدرونو په ګډون دفلمونو جوولو معیار هم لوړولی شي.

دپښتو فلمونو یو وتلي ستوري شاهد خان چې خپل فلمونه هم جوړوي د وزیراعظم عمران خان دا ګام ستائیلی خو وایي تر دې وړاندې هم وخت په وخت داسې اعلانات شوي ولې عمل پرې کله هم نه دی شوی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دنائن الیون نه وورسته چې په دې ملک کې کوم صورتحال رامخته شوی هغې کې دفلمونو صنعت په مکمل ډول تباه شوی دی.

شاهد خان وایي مخکې به په هیواد کې پښتو، اردو، پنجابي اؤ حتی سرائیکي ژبه کې هم فلمونه جوړیدل خو اوس یوازې پښتو اؤ کله کله اردو ژبه کې فلم جوړ شي اؤ هغه هم هغه شان بزنس نه کوي لکه څنګه چې به یې مخکې کولو.

شاهد خان وایي د فلمي صنعت د وروسته پاتې کیدو وجه داده چې دفلمونو په دولتي کچه هیڅ سرپرستي نه ده شوې . په سوونو سینماګانې ختمې اؤ په کاروباري پلازو بدلې شوې، فلم جوړونکو ته دحکومت لخوا هیڅ اسانۍ نه ورکول کیږي په داسې حال کې به ضرور فلمي صنعت له مینځه ځي.

د شاهد خان په وینا دا خو مونږ خپله لګیا یو تاوان،توپان ته مو غاړه اېښې وي خو هرکال په تواتر سره شپږ یا اووه نوي دپښتو فلمونه جوړولو اؤ نندارې ته یې وړاندې کوؤ.

هغه وایي پښتو فلمونو ته وړومبی ددهشت ګردۍ څپې اؤ اوس کرونا وایرس زیات زیان ورسولو اؤ سنیماګانې شاړې پرتې وي پکار ده چې حکومت ددهشت ګردۍ اؤ بیا کرونا وایرس ځپلو فلم سازانو،هنرمندانو اؤ تکنیکي عملې سره مرستې وکړي اؤ بیا دې په دمعیاري فلمونوجوړولو دپاره یو معقول رقم فلمسازانو ته ورکوي چې دا شان دا صنعت پخپلو پښو ودریږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG