لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پروفېسر نعيم الدين خټک په وژنه تورن یو تن نيول شوی دی، پوليس وايي


د پېښور د بهانه ماڼۍ پوليس تاڼې مشر سردار حسېن وي او ای ډیوه ته وويل د نعيم الدين خټک په وژنه تورن تن مبصر يې نن عدالت ته وړاندې کړی او عدالت د پلټنو دپار د درې ورځو پورې پوليس ته سپارلی دی.

هغه وويل په مقدمه کې د نامزد بل تورن تن د مالومولو دپاره عملیات روان دي.

په پاکستان کې احمدې ډلې د ګل په ورځ د پروفېسر نعيم الدين خټک د وژنې په اړه جاري کړي بيان کې ویلي ؤ نوموړی پروفېسر د احمدي ډلې غړی ؤ او د مذهب په اساس په هدف کړی شوی ؤ چې هغه احمدي وو.

په پاکستان کې د دغه رنګ وژنو په اړه څيړونکی خادم حسين وايي چې په دې سيمه کې تندروي او انتها ګري د تېرو څو لسيزو راهسې شتون لري.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دې سوچ ته په هغه وخت کې زياته وده ترلاسه کړې کله چې د افغان جهاد د پاره په مقامي کچه ملېشه تيارولی شوه.

په وروستيو کې د احمدي ډلې د غړو د وژلو په پېښور کې دا درېمه پېښه ده، د جولاي په 29 مه د پېښور په يو ځايي عدالت کې يو تن په ډزو وژلې شوی، بل تن د ښار د ډبګرۍ په سيمه کې د اګست په 12 مه وژل شوی.

خو د دې ترڅنګ په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وي او ای ډيوه ته وايي په ټولنه کې چاته هم دا حق نه دیحاصل چې هغه قانون په خپل لاس کې واخلي او بل تن د عقيدې په اساس ووژني، هغه وايي په دې لړ کې څه قسم فېصله کول د حکومت زمه واري ده.

د بشري حقونو فعاله او سیاستواله بشرا ګوهر وايي چې تندروي او انتها ګري د جوړ شوي نصاب او د رياستي بيانيو له امله دلته دوام لري.

هغه زياتوي بايد سياسي جماعتونه د داسې ډول پېښو مخنيوي د پاره يو يو جامع تګ لاره وضع کړي.

په پاکستان کې د احمدي ډلې وياند سليم الدين د وېنا ترمخه د کال 1984 نه راپه دېخوه تر اوسه پورې د يادی ډلې خواوشا 300 تنان د هېواد په بېله بېلوسيمو کې وژل شوي دي.

د نهې/ سه شنبې په ورځ د اسلامي نظرياتي کونسل لخوا د مذهبي چارو د وزیر نور الحق قادري په مشرۍ د پېغام پاکستان کانفرنس شوی چې پکې د بېلابيلو مکاتب فکر علماؤ ګډون کړی او په دغه کانفرنس کې شل خبرې شوي چې پکې ويل شوي چې څوک دې فرقه ييزه کرکه خوره نه کړي، وسله والې فرقه ييزه شخړې او په زور دې په چا خپل نظريات ور ونه تپي ځکه چې دا د شريعت خلاف ورزي ده او په ځمکه فساد دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG