لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ صوبې مرکز ته په جزیرو دمشروط کار کولو امر بېرته واخستو


دسندهـ صوبایي حکومت مرکزي حکومت ته په جزیرو دکار کولو دمشروط اجازت ورکولو امر بیرته اخستی اؤ مرکز ته یې په ډاګه کړې چې صوبه ې موجودې جزیرې اؤ سمندري غاړې د صوبې د واک لاندې دي.

خو مرکزي حکومت بیا ویلي چې دسندهـ صوبې حکومت دجزیرو معاملې ته سیاسي رنګ ورکوي اؤ مرکزي حکومت د جزیرو د واک په ترلاسه کولو هیڅ غیرائیني ګام نه دی اخستی.

دپاکستان صدر په دې وروستیو کې په صوبو کې دموجودو جزیرو واک دیو ارډننس دلارې دمرکز په واک کې ورکړی اؤ د جزیرو دسمبالښت دپاره یې دیوې قانوني ادارې جوړولو منظوري هم ورکړې ده چې مشري به یې دپوځ کوم ریټائرډ لیفټننټ جنرل یا د ۲۲م ګریډ افسر ته سپارلی شي.

دپاکستاني رسنیو له مخې دسندهـ صوبایي حکومت د مرکز ددې ګام سره کلک مخالفت ښودلی اؤ مرکز ته یې په دې اړوند یو احتجاجي لیک هم استولی دی.

په دې احتجاجي لیک کې ویل شوي چې د سندهـ جزیرې اؤ‌ سمندري غاړې د صوبې په واک کې دي اؤ ددې د واک مرکز ته ورکولو دپاره دصدر لخوا جاري کړل شوی ارډیننس اؤ د پاکستان ایي لینډ اتهارټۍ په نوم د ادارې جوړښت غیرقانوني اؤ دټاکل شوؤ شرائطو څخه سرغړونه ده.

په دغه لیک کې ویل شوي چې د یاد ارډیننس دلارې مرکز د سندهـ دجزیرو د ملکیت بدلولو هڅه کړې ده.

لیک کې راغلي چې دسندهـ حکومت د غوره والي دپاره مرکز ته د جزیرو دپرمختیا اجازه ورکړې وه خو هغې کې یې ورته شرطونه هم ایښي وؤ.

په لیک کې مرکز ته په ډاګه ویل شوي چې اوس به صوبایي حکمت د وړاندې څخه په شوي خط وکتابت اؤ نورو شوؤ خبرو عمل نه کوي ځکه چې صوبایي حکومت په جزیرو مرکز ته د کار کولو ورکړل شوې مشروطه اجازت نامه بېرته اخلي.

لیک کې دا هم ویل شوي چې مرکزي حکومت وړاندې نه دټاکل شوؤ شراظو څخه سرغړونه کړې اؤ اوس به دسندهـ په جزیرو کې دنوو ښارونو جوړولو په پروژو کار نه شي کولی.

اخوا په کراچۍ کې رسینو سره خبرو کې داطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ویلي چې مرکزي حکومت د جزیرو د واک په معامله کې هیڅ غیر ائیني ګام نه اخلي اؤ دسندهـ حکومت دې معاملې ته سیاسي رنګ ورکوي.

هغه ویلي مرکزي حکومت په جزیرو کې د صنعتونو لګولو پلوي دی اؤ غواړي چې له دې لارې د سندهـ ولس ته روزګار ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG