لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:افغانستان کې دسولې اؤ امن یوازینۍ لاره خبرې اترې دي


پاکستان یو ځل بیا ویلي چې افغانستان کې امن اؤ‌ سوله یوازې د خبرو اترو دلارې ټینګیدای شي اؤ دسولې د روانې پروسې په بریالیتوب دسرته رسولو دپاره دټولو اړونده خواؤ سره خبرې اترې اړینې دي.

اسلام اباد کې رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند حفیظ چوهدري ویلي پاکستان سیمه کې دامن اؤ ثبات پلوي دی اؤ غواړي چې دټولو ستونزو هواری باید دخبرو اترو دلارې ولټول شي.

هغه دافغانانو ترمنځ قطر کې دسولې روانې خبرې یو ښه پرمختګ وګرځولو اؤ وئ ویل پاکستان له خپله انده دې مذاکراتو ته لارې هوارولو کې هر رقم مرسته کړې ده اؤ کوي یې .

دا په داسې حال کې ده چې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی د تیرې میاشتې راهسې په قطر کې دسولې خپل منځي خبرو ته ناست دي خو دواړو خواؤ لا دخبرو دپاره په ایجنډه اؤ اصولو اتفاق نه دی کړی.

قطر کې دسولې دخپل منځي خبرو په جریان کې دافغانستان دننه دتشدد کچه هم یو ځل بیا لوړه شوې ده اؤ په دې وروستیو کې په سلګونو کسان په بمي بریدونو، دسړک دغاړې چاودنو اؤ مخامخ جګړو کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زیاته کړه دسولې روانې خبرې افغانستان کې دامن دپاره یو غوره فرصت دی اؤ باید ددې فرصت څخه افغان خواوې ګټه پورته کړي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي حفیظ چوهدري ویلي پاکستان فنانشنل ایکشن ټاسک فورس په شرطونو تر ډيره حده عمل کړی اؤ ایف ای ټي ایف چې ورته کومې ۲۷نکتې په ګوته کړې وې هغې کې یې ۲۱ عملي کړي دي.

هغه ویلي اوس وخت راغلی چې ایف ای ټي ایف د هند له لوري د ترهګرو دمالي همکارۍ چارو ته هم خپل پام وګرځوي.

پاکستاني ویاند تور ویلي دهند د۴۴بانکونو څخه په ناقانونه توګه دپیسو بهر ته دتللو اؤ دترهګرۍ دمقصدونو په اړوند چې کوم تورونه مخې ته راغلي هیله ده ایف ای ټي ایف به یې ارزؤنه وکړي.

هند لا دپاکستان دې تورونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې زیاتره هندي چارواکو پاکستان دترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی.

هغه داسلام اباد اؤ نوي ډیلي ترمنځ د مذاکراتو دپیل احتمال رد کړی اؤ ویلي یې دي دواړه هیوادونه ترهغې خبرو ته نه شي کښیناستی تر څو چې هند دجمو وکشمیر دننه دبشري حقونو دسرغړونو څخه لاس نه وي اخستی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG