لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او جوبایډن جلا ټیلیویژني مباحثه: بایډن د کرونا وایرس په اړه د ټرمپ تګلاره ناکامه وبلله


واشنګټن ــــ د امریکې تر صدارتي ټاکنو مخکې د ریپبلکن ګوند امیدوار صدر ټرمپ او د ډیموکرېټ ګوند امیدوار جوبایډن بېګا شپه خپلو پلویانو ته په جلا ټیلیویژني مباحثه کې- چې په یوه وخت خپرېده- یو پر بل نیوکې وکړې، جوبایډن د ټرمپ حکومت د کرونا وایرس په مخنیوي کې ناکامه وباله خو ټرمپ د دې وبا د مخنیوي په اړه د خپلې تګلارې دفاع وکړه.

ټاکل شوې وه چې دواړه صدارتي امیدواران د پنجشنبې- زیارت په ورځ دویمه رسمي مناظره وکړي، خو هغه له دې کبله مخکې له مخکې لا منسوخ کړل شوې وه چې صدر ټرمپ ته کرونا وایرس ور پورې شوی وو، خو پرون دواړو د جلا ټیلیویژن چېنلونو له لارې خپلې پلویانو ته ویناوې وکړې.

د ډیموکرېټ ګوند امیدوار جوبایډن د فلاډلفیا ایالت له رایه ورکوونکو سره په ټاون هال کې ګډون وکړ، خو صدر ټرمپ بیا د فلورېډا ایالت په میامي ښار کې خپلو رایه ورکوونکو ته وینا وکړه چې د دواړو ویناوې نېغ په نېغه نشر کېدې.

جوبایډن پخپله وینا کې د کرونا وایرس په اړه د صدر ټرمپ تګلاره "ډارنه" وبلله او تور یې پورې کړ، چې هغه د امریکې له خلکو دا معلومات پټ کړي وو چې ګواکې کرونا وایرس خطرناکه ناروغي ده، چې تر اوسه یې په امریکې کې تر اتیا لکه زیات کسان اغېزمن کړي.

جوبایډن وویل "صدر ټرمپ خلک د کرونا وایرس له حساسیته خبر نه کړل، ټرمپ پخپله وېرېدلی وو او فکر یې کاوه چې د امریکې خلک وارخطا نه شي خو په حقیقت کې د امریکې خلک وارخطا نه شول بلکې خپله ټرمپ وارخطا شوی وو".

صدر ټرمپ د کرونا وایرس په اړه د خپل حکومت د تګلارې او له دې وبا د وارخطا کېدو د تور په جواب کې وویل "زه به ولس ته ګورم او زه د کرونا وایرس له کبله په زېرخانه کې نه شم اوسېدای".

صدر ټرمپ د صدارتي ټاکنو لپاره د کمپېن په دغو غونډو کې بیا وروسته له هغه ګډون پیل کړی چې تېره اوونۍ له کرونا وایرسه روغ شوی او ټیسټ یې منفي راغلی وو. په مباحثه کې پوښتنه ځنې وشوه چې وروستی ځل یې د کرونا ټیست کله منفي راغلی وو، نو ده ورته وویل چې ښه یې په یاد نه دي.

کرونا وایرس دا ځل د امریکې د انتخاباتو روایتي طریقه هم بدله کړې ده او خلک د احتیاطي تدابیرو په خپلولو سره دا ځل د ډاک له لارې خپلې رایې اچوي چې په ډېرو ایالتونو کې د ووټ اچولو بهیر پیل شوی دی.

ټاکل شوې چې دواړه صدارتي امیدواران به د اکتوبر پر 22مه خپله وروستۍ صدارتي مناظره د ټینېسي ریاست په نیشویل ښار کې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG