لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: يو ځايي مشر په هدف کړی شوی دی


د پاکستان په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې پوليس وايي ځايي مشر په هدفي وژنه کې وژل شوی دی، دا په تېر شوا روز کې د هدفي وژنو په علاقه کې دوېمه پېښه ده.

د شمالي وزيرستان پوليس او انتظاميه پخلی کوي چې ملک رئيس خان د ميرعلي تحصيل په خېسور کې په ډزو وژل شوی دی.

د ميرعلي پوليس وايي دغه پېښه تېره ورځ په سړک دپاسه شوې ياد ملک په ګاډي کې روان ؤ چې ډزې پرې شوي، وژل شوی دی، پوليس وايي د پېښې مقدمه يې د نامالومو کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

د شمالي وزيرستان د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عيد رحمان وايي، ملک رئيس خان د هغه تره ؤ او تور لګوي چې په تره پسې يې په تورو شيشو کې ګاډی راغلی هغه يې سره د درېو ملګرو د ګاډي نه کوز کړی او بيا يې په ده ډزې کړي او وژلی یې دی.

هغه وويل په کوم ځای کې چې دغه پېښه شوې ورسره نزدې پوځي چيک پوسته هم ده خو بيا هم د تورو شيشو ګاډی د موقعې څخه په وتلو کې کامياب شوی دی.

هغه وويل دوی د چا سره دښمني نه لري او دغه پېښه په شمالي وزیرستان کې د روانې بدامنۍ کړۍ ګڼي.

په شمالي وزيرستان کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ په دته خېل تحصيل کې هم يو ځايي تن نامالومو کسانو په ډزو وژلی ؤ.

په اسلام اباد کې د فاټا څيړنيز مرکز وايي په قبايلي ضلعو کې د تېر کال په پرتله روان کال د بدامنۍ پېښې 40 فيصده سېوا شوي دي.

د ادارې د شمېرو ترمخه په قبايلي ضلعو کې روان کال د بدامنۍ 91 پېښې شوي چې پکې 70 فيصده يواځې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د عوامي نيشنل ګوند فعال او د کډوالو د کمېټۍ مشر نثار علي خان وايي په علاقه کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي، د علاقې مخور کسان او ځوانان سره ښځې هم په هدف کيږي خو د ملک رئيس په څېر خلکو وژنه ډېره د اندېښنې وړ ده ځکه چې دغه تن به په علاقه کې د روغې جوړې کارونه کول.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د دغه ډول پېښو له امله نور مشران يا خو غلي شي او يا علاقه پرېږدي.

هغه زياته کړه دوی ګڼي چې په علاقه کې د بدامنۍ پېښې سېوا کېدل هسې نه دوی به هغه پخوانۍ بدامنۍ پله بوځي.

په شمالي وزيرستان کې انتظاميې پرون 144 ماده په ځای کړی او علاقې ته يې د علاقې د خپلو خلکو نه علاوه د نورو خلکو په ورتګ بنديز لګولی دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټويټر ويلي، په قبايلي ضلعو کې د تېرو 20 کالو راهسې هدفي وژنې روانې دي او تراوسه په يوه پېښه کې هم رياست انصاف ور نه کړی شو او د ظلم پرضد به د دوی پرامنه مبارزه روانه وي.

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ ويلي علي وزير شمالي وزيرستان ته په احتجاجي ناسته کې ګډون او ملک رئيس خان جنازې له ورتلو هغه په لار کې ودرول شوی دی، داوړ ويلي دوی د دغه عمل غندنه کوي.

XS
SM
MD
LG