د سيند صوبې وزیراعلی مراد علي شاه ویلي د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د يو مرکزي وزير لخوا ورته دهړکه ورکړی شوې چې که د (ر) کېپټن صفدر پرضد مقدمه نه درج کیږي حکومت يې ختمېدی شي.
مراد علي شاه دغه خبره پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ (21 اکتوبر) په اسمبلۍ کې په وېنا کې کړې ده چې ، يو مرکزي وزیر ورته د صفدر پرضد د مقدمې نه درج کولو د نتيجو ګواښ کړی ؤ، وزیراعلی د وزير نوم نه دی ښکاره کړی.
د سيند وزیراعلی وايي په ځواب کې مې ورته وويل، "د هغه د دهړکې په ځواب کې مې ورته ښکاره وويل چې زما دپاره د خپل مېلمه د عزت نه سېوا هيڅ نشته، تر دې چې حکومت هم د هغې په وړاندې اهميت نه لري".
(ر) کېپټن صفدر د مسلم ليګ ن د مرستیالې مشرې مريم نواز مېړه دی.
مريم نواز او صفدر د تېر اتوار په ورځ کراچۍ ته د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) جلسې له راغلي او د قايداعظم مزار ته ورغلي او بيا د مريم او صفدر پرضد سره د 200 کسانو وقاص خان نومې تن مقدمه درج کړې چې دوی د قايداعظم د مزار سپکاوی کړی او هغه ته يې د مرګ دهړکه ورکړې وه.
صفدر د قايداعظم په مزار کې [ووټ له عزت ورکړئ]، [ايوبي امريت مرده باد] او مادر ملت زنده باد نعرې وهلې وې.
مسلم ليګ ن ګوند تور لګولی ؤ چې دغه مقدمه د تحریک انصاف د حکومت په وېنا شوې او بيا د ګل په سهار صفدر د هوټل د کوټې/ کمرې نه نيول شوی او مازيګر يې ضمانت شوی ؤ.
پي ډي اېم او سيند حکومت د صفدر په نیولو سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ، چې په پولیس فشار راوستل شوی او په زوره پرې صفدر نيول شوی ؤ او د دغه کار دپاره د پوليس مشر [ايي جي] په نيمه شپه د نيم پوځي ځواک رېنجرز د سېکټر کمانډر دفتر ته بوتلل شوی ؤ.
د نهې په ورځ د پيپلزګوند مشر بلاول بټو زرداري د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نه غوښتي ؤ چې دغه کسان څوک وو چې د پوليس مشر یې بوتللی ؤ.
وروسته د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د کراچۍ کور کمانډر ته لارښوونه کړې چې زر تر زره د پېښې پلټنې وکړي او د بلاول سره یې خبرې هم کړې وې.
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز ويلي مخالفه ګوندونه پاکستان پيپلز پارټي او مسلم ليګ ن ادارې بدناموي.