لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي ویاند:سیاسي بیانونو پوځ کې په هره کچه غم اؤ غصه راپارولې ده


دپاکستان پوځ دحکومت مخالفه سیاسي ګوندونو په وروستیو سیاسي بیانونو ناخوښي ښکاره کړې اؤ دپوځ ویاند وایي په دې بیانونو پوځ کې په هره کچه غم اؤ غصه راپاریدلې ده.

پاکستان کې داپوزیشن ګوندونو مشرانو په دې وروستیو کې پخپلو بیانونو کې په مستقیمه اؤ غیر مستقمه توګه پوځ سیاست کې په لاسوهنه تورن کړی اؤ دهیواد دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر ایاز صادق تیره ورځ پارلیمان ته ویلي وؤ هندي پائیلوټ ابهي نندن دهند دبرید له ویرې هند ته سپارل شوی

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په مهال دپوځ ویاند میجر جنرالبابر افتخار دایاز صادق دغه څرګندونو ته په اشارې سره ویلي پرون داسې بیان ورکړل شوی چې په ترڅ کې یې دقامي سلامتۍ دتاریخ مسخ کولو هڅه شوې ده.

هغه ویلي پاکستان خپله مړانه هند ته ښودلې وه اؤ دپلوامه دپېښې نه وروسته یې دهند کاپټر رانسکور کړی ؤ .

هغه وویل د هند دنیول شوي پائیلوټ پرېښودل په بل څه پسې تړل ناسمه خبره ده ځکه چې هغه د جنیوا کنونشن په اساس خوشې کړل شوی ؤ اؤ دپرېښودو پرېکړه یې ټولې نړۍ ستائیلې ده.

خو پخواني اسپیکر ایاز صادق دپوځي ویاند ددې دعوې برعکس بیا اوړمه ورځ پارلیمان ته ویلي وؤ چې دابهي نندن له نیولو وروسته دهغه دخوشې کولو په اړه غونډه رابللې وه چې پکې پوځي سرلښکر قمر جاوید باجوه هم ناست ؤ اؤ‌په دغه غونډه کې حکومت خپله ویره په ډاګه کړې وه.

پخواني اسپیکر ویلي وؤ دابهي نندن دخوشې کولو دپاره رابلل شوې غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په تندي خولې راماتې وې اؤ وئ ویل که ابهي نندن خوشې نه شي نو هند په نهه بجې په پاکستان برید کوي.

پوځي ویاند ویلي داسې منفي بیانونه په قامي سلامتۍ نیغ په نیغه اغېزې کوي‌اؤ دا بیانیه د هند دهند د رسوایۍ کمولو په غرض خپله کړل شوې ده.

بابر افتخار زیاته کړې ده دپلوامه دپېښې نه وروسته چې هند ته دسبق ښودو دپاره پاکستان کومه پرېکړه کړې وه هغه کې دهیواد سیاسي اؤ پوځي قیادت په یوه لیکه ولاړ ؤ اؤ دښمن دومره وار خطا شوی ؤ چې خپل هیلي‌کاپټر اؤ خپل عسکر یې ویشتي وؤ.

هغه ویلي په دې کامیابۍ دپاکستان سر د ویاړ څخه هسک شوی ؤ ځکه چې دهند دوه هېلې کاپټرې مو رانسکورې کړې وې خو امن ته دیوې بلې موقعې ورکولو په موخه بیا ابهي نندن پرېښودل شوی ؤ.

د هندي پائیلوټ د خوشې کیدو په هکله د پخواني اسپیکر ایاز صادق څرګندونو ته هندي میډیا هم ځانګړی ځائ ورکړی دی خو دپاکستان حکومتي وزیرانو اؤ پوځ بیا دا څرګندونې دهند دخوشحالولو هڅه ګرځولې ده.

داپوزیشن ګوندونو لخوا دپوځ دکړنو سره د ډاګیز اختلاف ښودلو راپدیخوا حکومتي وزیران پرله پسې داپوزیشن مشران دهندي بیانیې پخپلولو تورنوي اؤ په پخواني وزیراعظم نوازشریف خو په پوځ دنیوکو له امله دغدارۍ مقدمه هم درج کړل شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG