پولیس وایي دهند د واک لاندې کشمیر کې یې دپاکستان پلوه تنظیم حزب المجاهدین مهم مشر یا کمانډ ډاکټر سیف الله په یوه نښته کې وژلی دی.
د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې سیف الله میر چې په ډاکټر سیف نوم هم پیژندګلو لري دسرینګر د مرکزي هوایي ډګر ترڅنګ رنګ ریتهـ سیمه کې پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.
دهند د واک لاندې دکمشیر د پولیسو مشر وجی کمار خبریالانو ته ویلي چې وژل شوی د ډاکټر سیف الله د حزب المجاهدین د عملیاتو دڅانګې مشر ؤ اؤ پولیسو اؤ نیم پوځي ځواکونو په ملتیا سرینګر اؤ پیوست سیمو کې دهغه دشتون په اطلاع عملیات کړي وؤ.
هغه ویلي دعملیاتو په مهال د کمانډر سیف الله یو ملګری نیول شوی هم دي.
تر دې دمخه هندي ځواکونو په کشمیر کې د حزب المجاهدین مشر ریاض نائیکو هم وژلی ؤ چې د هغه له وژل کیدو وروسته سیف الله دهغه په منصب مقرر کړل شوی ؤ.
هندي چارواکو په بیلابلو وختونو کې تور لګولی چې دحزب المجاهدین په نوم د وسله والو تنظیم دپاکستان څخه حمایه کیږي اؤ ددغه تنظیم وسله وال په هندي عسکرو غلچکي بریدونه کوي.
پاکستان دهند د لوري د وسله والو ډلو د ملاتړ دعوې ردوي خو په ډاګه وي چې د کشمیر دخپلواکۍ دپاره دکشمیریانو د روانې مبارزې کوټلی ملاتړ کوي