لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان لرو بر مشرانو او نړۍ د کابل پوهنتون برید غندلی دی


واشنګټن – افغان او نړیوالو مشرانو په کابل پوهنتون باندې د ګل یا دوشنبې د ورځې برید چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا ۲۵ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې په کلکه غندلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له برید ژر وروسته په یو خپور کړي بیان کې ویلي، چې برید شپږ ساعته دوام وکړ او درې برید کونکي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي په دغه پیښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال امرالله صالح په دې اړه خپل ټویټ‌ کې لیکلي،

"یوه ورځ به مونږ خپل استخاباراتي نیمګړتیاوې سمې کړو. خو طالبان او د هغوی ترڅنګ شیطان متحدین به یې هېڅکله په دې و نه توانېږي چې په کابل پوهنتون باندې د دې بې منطقه برید په اړه خپل ضمیر او وجدان ته ځان پاک کړي. زمونږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي ‌ده خو د طالب لپاره د وجدان ګندګي"

د افغانستان د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل ټویټر لیکلي،

"زه د کابل په پوهنتون باندې ننی برید په کلکه غندم. د تعلیمي ادارو په نښه کول یو ستر جرم دی. زده کونکي حق لري چې په سوله او امن کې زده کړې وکړي.‌ زه د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم. مونږ به په تیارو باندې بریمن شو."

د لرو پښتنو له مشرانو څخه د پاکستان د قامي اسامبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ مشر محسن داوړ په یو ټویټ کې لیکلي،

"په کابل پوهنتون برید په کلکه غندم. د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوم. د تاوتریخوالي دغه ډول کار د ترهګرو لخوا ترسره کېږي هغه چې په افغانستان کې د سولې پرضد دي. دې ته ورته ترهګر دلته زمونږ د خلکو د وژلو مسول هم دي."

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په ټویټر لیکلي، "په کابل پوهنتون برید یو بل جنګي جرم دی چې په رڼا ورځ ترسره شو. ارزښمن انسان او با ارزښته مادي‌ پانګه د نارامه سیمیزو لوبغاړو لخوا په داسې حال کې ویجاړیږي چې په دې ډېر لږ پوهېږي چې یوه ورځ به په افغانستان باندې تپل شوی بحران دوی هم وخوري."

د ناټو ستر ملکي استازي سټېفانو پونټیکارو په یو ټویټ کې لیکي: "زه پرکابل پوهنتون ننی خونړی برید په کلکه غندم. دا په لسو ورځو کې په کابل کې پر تعلیمي ادارو دوهم برید دی. افغان ماشومان او ځوانان اړتیا لري ښوونځي ته د تګ پرمهال ځانونه خوندي حس کړي. ناتو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ټولو هڅو ملاتړې ده."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي هم په ټویټ کې لیکلي، "په کابل پوهنتون برید له لسو په کمو ورځو کې په دوهمې تعلیمي ادارې برید دی او دا د بشري قوانینو څخه یوه سرغړونه او له ظلمه ډک عمل دی.‌ اروپايي ټولنه یې په سختو ټکو غندي. پوهنتون باید د هیلو او ارزوګانو ځاي وي نه د غم او وېرې. مونږ له ټولو اغیزمنو سره خواخوږي څرګندوو."

د بریتانیا او کاناډا په ګډون د نړۍ د ګڼو سترو هېوادونو لخوا هم دا برید په کلکه غندل شوی دی.

خو وسلوالو طالبانو په کابل پوهنتون برید کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په یو خپور کړي بیان کې دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

تر دې وړاندې د اکټوبر په ۲۴ نېټه هم د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې په یو روزنیز مرکز برید شوی وو چې د طلوع نیوز د راپور له مخې ۲۹ کسان پکې وژل شوي وو او ۷۲ نور ژوبل شوي وي.

د دغه برید پړه هم وسلوالو طالبانو رد کړې وه خو داعش ډلې په غاړه اخیستې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG