لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور ۱۸کسان مړه شوي


دڅلورو میاشتو راپدیخوا پاکستان کې دکرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په تیر یو شوارزو کې مخې ته راغلي چې شمیره یې ۱۳۱۳ ده اؤ ا۸نور کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

پاکستان کې د کرونا وایرس دمخنیوي مرکز پخپلو تازه شمیرو کې ویلي چې د ۱۳۱۳نوؤ پېښو مخې ته د راتلو وروسته هیواد کې د کرونا دفعاله پېښو شمیره ۱۴زرو اؤ ۶۴۶ؤ ته رسېدلې ده .

پاکستان کې ټول ټال درې لکه ۳۷زره اؤ ۵۷۳کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې په دې کې درې لکه ۱۶زره اؤ ۶۰ناروغان بېرته روغ شوي دي.

دکرونا دمخنیوي مرکز وایي په تیر یو شواروز کې نور ۱۸کسان هم په دې وایرس مړه شوي چې داشان تر اوسه پاکستان کې په کرونا د مړو شوؤ کسانو شمیره ۶۸۶۷ته لوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې یو ځل بیا کرونا وایرس په چټکتیا سره سر راپورته کړی اؤ دهیواد بیلابیلو سیمو کې زرګونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي اؤ په شلګونو نور مړه شوي دي.

تیره ورځ د روغتیایي چارو دپاره د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان خبرداری ورکړی ؤ چې که چرته مونږ دکرونا دمخنیوي په اړوند په وخت سمې پرېکړې ونه کړې نو وضعیت به په یو خطرناک برید ودریږي.

دپاکستان وزیراعظم د نهې په ورځ ویلي وؤ دا ځل که هیواد کې کرونا وایرس زیات هم خور شي خو حکومت به کارخانې اؤ کاروبارونه نه بندوي ځکه چې هیواد سر دوباره د لاک ډاؤن توان نه لري.

دپنجاب ایالت حکومت هم صوبه کې‌ په چټکتیا سره د کرونا وایرس خوریدو له امله دصوبې په ۸۳۰سیمو کې لاک ډاؤن پځائ کړی خو د رائیونډ په کلیزه تبلیغي اجتماع کې یې د۵۴ؤ زرو نه زیاتو تبلیغیانو ته دګډون اجازه ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG