لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار:افغانستان کې دتېرو درېوؤ میاشتو په مهال دتاؤ تریخوالی نیم په نیمه زیات شوی،


د افغانستان په بیا رغوني دپاره د امریکې د مالي لګښتونو د د څار ادارې سیګار ویلي په افغانستان کې دسولې دهڅو ترڅنګ دتاؤ تریخوالي لړۍ ورځ تر بلې پیاوړې کیږي اؤ د روان کال دجولایي دپیل څخه دستمبر دمیاشتې ترپائ د وسله والو دبریدونو کچه نیم په نیمه یا ۵۰فیصده زیاته شوې ده.

پخپل یو تازه رپورټ کې دغه ادرې ویلي چې په یادو درېوو میاشتو کې چې ملکي وګړو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې هغې کې د۳۸فیصدي مرګ ژوبلې ذمه وار طالبان دي.

د وي او ای اشنا د رپورټ‌ له مخې دامریکې ددفاع وزارت سیګار ته ویلي چې په دومره لویه کچه دطالبانو تاؤ تریخوالی دمنلو وړ نه دی اؤ‌ دا د امریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې شوی تړون کمزوری کوي.

سیګار پخپل رپورټ کې ویلي چې افغان دولت ددغه هیواد څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په اوربند ټينګار کوي خو وسله والې ډلې غواړي دخپلې خوښې په اساس شرائط یا حالات برابر کړي.

دسیګار دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په افغان حکومت او طالبانو فشار زیات کړی چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو دپاره دې سوله وکړي او سیاسي حل دې راوباسي.

د امریکې او د طالبانو د امن دتړون وروسته افغان حکومت او طالبانو په قطر کې دتیرې څه دپاسه یوې نیمې میاشتې راهسې مذاکرات شروع کړي دي خو سرچینې وایي چې دواړه خواوې لا په دې خبرو کې هیڅ پرمختګ ته نه دي رسیدلي.

افغانستان کې سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد هم تیره اوونۍ سیمې ته دخپل سفر په مهال افغانستان کې په جګړه بوختو اړخونو باندې غږ کړی ؤ چې تاؤ تریخوالی باید راټيټ اؤ‌ سولې ته موقعه ورکړي.

په دې وروستیو کې دافغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په امنیتي ځواکونو،تعلیمي ادارو اؤ دولتي ودانیو بریدونه شوي اؤ هم د سړک دغاړې د بمي چاودنو لړۍ چټک شوې چې په دې چاودنو اؤ بریدونو کې په سوؤنو عام وګړي وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG