لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د صدارتي انتخاباتو په نتيجو کې جوبايډن مخکې، ټرمپ پرې اندېښنې لري


د امریکې د صدارتي انتخاباتو دپاره چې رايې رايې اچول شوي شمېره يې تراوسه دوام لري خو تراوسه پورې په مخې ته راغلو نتيجو کې د ډېموکرېټک کانديد جوبايډن مخکې دی او په جارجيا او پنسلوينيا رياستونو کې هم مخکې شوی چرته چې شمېره لا روانه ده.

سپينې ماڼۍ ته د رسېدو يا صدر جوړېدو د سیالۍ زغل روان دی خو د بايډن پوزيشن مضبوط دی چې دغه صدارتي انتخابات وګټي.

خو د ټرمپ کمپاين دغه نتيجې لانجمنه کوي او د جمعې په ورځ يې ویلي، دا انتخابات لا ختم شوي نه دي، د کمپاين په وېنا په ووټونو کې د درغليو د تورونو په بنياد چېلنجونو او بيا شمېرنه کې هیله ده چې صدر به وګټي.

دا وخت په اليکټورل کالج کې بايډن په 253 ووټونو ترلاسه کولو کې کامياب شوی او ټرمپ 214 ووټونه ګټلي دي، او د صدر جوړېدو دپاره 270 ووټونه اخستل اړين دي.

موجوده صدر او د ريپبلکن ګوند کاند يد ډانلډ ټرمپ ویلي، جوبايډن له نه وه پکار چې د کاميابۍ غلطه دعوه يې کړې، هغه هم دغه دعوه کولی شي او اوس قانوني عملیات پېل شو.

ټرمپ په بل ټويټ کې ویلي، د انتخاباتو د شپې پورې هغه په ټولو رياستونو کې مخکې ؤ خو د وخت سره سره په خېرانونکي توګه د هغه مخکې کېدل وروسته شو.

هغه ویلي چې څنګه قانوني عمليات په مخکې ځي هغه به بيرته بريا پله لاړ شي.

د امریکا په 50 ریاستونو کې تراوسه پورې په 44 ریاستونو کې د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو اعلان شوی چې ترمخه يې جوبايډن د 253 ووټونو سره مخکې او ټرمپ په 214 ووټونو ترلاسه کولو کې کامياب شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG