لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحکومتي جرګې له عذر وروسته ای این پي اسلام اباد ته خپل لاریون ختم کړی


دپاکستان حکومت پښتون ملت پاله سیاسي ګوند عوامي نیشنل پارټۍ ته جرګه ورلیږلې ده چې دکورنیو چارو د وزیر اعجاز شاه دڅرګندونو په ضد باید اسلام اباد ته دشورو په ورځ خپل کېدونکی احتجاجي لاریون ونه کړي .

د کورنیو چارو د وزیر لخوا عوامي نیشنل ګوند ته له معذرت وروسته دای این پي دخېبر پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي ویلي هغوئ دپښتني روایاتو له مخې حکومتي جرګه اؤ دهغې عذر منلی اؤ اوس به اسلام اباد ته لاریون نه کوي.

په دې ورستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه په پنجاب کې یوې دستورې ته د وینا کې ویلي وؤ د عوامي‌ نيشنل ګوند د مشرانو پرضد مرګوني بریدونه د ترهګرۍ پرضد دبیانونو په ځواب کې طالبانو کړي وو.

اعجاز شاه په خپلو خبرو کې د حکومت مخالفه مسلم لیګ ن ګوند په بیانیه د نیوکو په وخت ویلي وؤ، کوم خلک چې د مسلم لیګ ن ګوند د بیانیې ملګرتیا کوي هغوي د ترهګرو لخوا د بریدونو د خطر لاندې دي.

د کورنیو چارو و وزیر په دې څرګندونو عوامي نیشنل ګوند سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ اؤ اعلان یې کړی ؤ چې دشورو په ورځ به دسرخپوش تحریک فعالین اسلام اباد ته احتجاجي لاریون کوي

په ټولنیزو رسنیو هم داعجاز شاه په دې بیان سختې نیوکې شوې وې اؤ دهغه د استعفا غوښتنو زور نیولی ؤ.

خو د دوشنبې په ماذیګر دحکومت یوه جرګه چې پکې پخپله دکورنیو چارو وزیر اعجاز شاه، ددفاع وزیر پرویز خټک اؤ دخیبر پښتونخوا دصحت وزیر تیمور سلیم جګړا شامل وؤ، پېښور کې باچا خان مرکز ته په جرګه ورغلي اؤ د ای این پي مشرانو ته یې دکورنیو چارو د وزیر په بیان معذرت کړی دی.

باچا خان مرکز کې خبریالانو ته دهیواد د کورنیو چارو وزیر ویلي هغه داسې خبره نه وه کړې لکه څنګه چې ترې مقصد اخستل شوی دی.

کله چې خبریالانو دهغه نه وغوښتل چې که دهغه دخبرې ناسم مطلب اخستل شوی باید اوس خپل سم مطلب واضحه کړي نو اعجاز شاه بیا هم خپله خبره په ډاګه نه کړه.

هغه یوازې دومره وویل “ که اوس په تېرو واقعاتو اؤ بیانیه خبرې کیږي نو خبره به بیا ډیره اوړده شي ، خو ما هډو داسې څه ویلي نه دي”

هغه وویل دعوامي نیشنل ګوند مشرانو نه یې هم معذرت وکړو اؤ دهرهغه چا نه معذرت کوي چې دهغه په خبره خفه شوي دي اؤ ددې ترڅنګ یې دعوامي نیشنل ګوند مننه هم وکړه چې دهغه معذرت یې ومنلو.

دهیواد ددفاع وزیر پرویز خټک رسنیو ته وویل جرګه دپښتنو روایت دی اؤ هغه دای این پي مننه کوي چې حکومتي جرګه یې ومنله .

د ای این پي صوبایي صدر ایمل ولي خان خبریالانو سره خبرو کې وویل چې د هغوئ ګوند د کورنیو چارو د وزیر نه داستعفا غوښتنه کړې وه اؤ اسلام اباد ته یې لاریون اعلان کړی ؤ خو د جرګې دعذر نه وروسته به اوس اسلام اباد ته لاریون نه کوي.

هغه وویل حکومت دای این پي بیانیه سرلوړې شوې ده اؤ دا خبره نن ومنل شوه چې دای این پي مشرانو اؤ غړو کومې قربانۍ ورکړي دهغه ددې هیواد دپاره دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG