لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اپوزیشن ګوندونو دګلګت بلتستان ټولټاکنو کې دټګۍ تورونه لګولي دي


په ګلګت بلتستان کې دشوؤ ټولټاکنو دغیر رسمي نتیجو مخو ته له راتلو وروسته دپاکستان سترو حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان پیپلز پارټۍ اؤ مسلم لیګ(نواز) په دغو ټاکنو کې دټګۍ تورونه لګولي اؤ په احتجاج یې لاس پورې کړی دی.

دګلکت بلتستان دقانون سازې اسمبلۍ د۲۴ؤ چوکیو څخه په ۲۳ چوکیو داتوار په ورځ ټولټاکې ترسره شوي چې دپاکستاني میډیا د راپورونو له مخې پکې په نهو چوکیو دپاکستان تحریک انصاف،په اوو ازاد ،په څلورو دپیپلز پارټۍ، په دوؤ د مسلم لیګ نواز اؤ په یو د وحدت المسلمین کاندیدان بریالي شوي دي.

دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ددې ټاکنو د نتیجو په ضد داحتجاج اعلان کړی اؤ تور یې لګولی چې ټولټاکنو کې دټکۍ دلارې د اولس په حق ډاکه اچول شوې ده.

د ګل په ورځ پیپلز ګوند د ټولټاکنو د نتیجې په ضد ګلګت کې یوه ستره احتجاجي غونډه کړې ده چې دغې غونډې ته وینا کې دپپیلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي دهغوئ رایې غلا کړل شوي دي.

بلاول بوټو زرداري ویلي” د ووټ تحفظ کوونکو دحکومت سره په ملګرتیا کولو اپوزیشن ته ماتې ورکړې ده”

هغه پوځ ته په اشاره ویلي” دوئ ته معلومه وه چې ګلګت بلتستان کې د پي ټي ایي وجود نشته،په خلکو یې پي‌ ټي ایي کې د ګډون دپاره فشارونه راوړل،خلکو ته یې پیپلز پارټۍ اؤ مسلم لیګ (نواز)نه دبېلیدو اؤ پي ټي‌ ایي کې د شاملیدو پیغامونه ولیږل”

خو بلاول بوټو دخپلو دې تورونو په هکله تر اوسه څه واضحه ثبوت مخې ته نه دی راوړی .

هغه ویلي “مونږ به پرې نه ږدو چې ټولټاکنې لانجمنې شي،خپل احتجاج ته به دوام ورکوؤ اؤ که حق رانکړل شو نو بیا به اسلام اباد ته مخه کوؤ”

په عین حال کې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز هم ټولټاکنو کې د ټکۍ تورونه لګولي اؤ ویلي یې دي د سختې ټګۍ باوجود حکومت دګلګت بلتستان ټاکنو کې ساده اکثریت هم ترلاسه نکړی شو چې دا دحکومت دپاره یوه شرمناکه ماتې ده.

په ټوئټر مریم نواز لیکلي په ټول ریاستي طاقت،دحکومت ادارو،سرکاري مشینرۍ د زور اؤ جبر دلارو پخپلولو هم حکومت په دې ونه توانېدو چې دګلګت بلتستان ټاکنو کې ساده اکثریت ترلاسه کړي.

دمسلم لیګ نواز ګوند ستر سکتر احسن اقبال د ټولټاکنو دنتیجو په ضد داحتجاج اعلان کړی اؤ تور یې لګولی چې د ولس نه د هغوئ رایې غلا کړل شوي دي.

هغه پخپل یو بیان کې ویلي چې اوس به دکراچۍ نه تر پېښور اؤ ګلګت بلتستان پورې ددې ټګۍ په ضد احتجاج کولی شي.

دپاکستان مرکزي حکومت تر اوسه داپوزیشن لخوا لګول شوؤ د ټګۍ تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو دپنجاب صوبې د وزیراعلی د اطلاعاتو معاونې فردوس عاشق اعوان پخپل یو بیان کې په بلاول بوټو زرداري اؤ مریم نواز غږ کړی چې باید دټولټاکنو نتیجو کې خپله ماتې په پراخې حوصلې سره ومني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG