لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسدالله خالد:طالبان اوس هم په کوټه اؤ میرانشاه کې مرکزونه لري


دافغانستان دملي دفاع د وزارت سرپرست اسدالله خالد تور لګولی چې طالبان اوس هم دپاکستان په کوټه اؤ میرانشاه سیمو کې مرکزونه لري اؤ له دغه ځایه افغانستان ته دجګړې دپاره لیږل کیږي.

د سه شنبې په ورځ دافغانستان ولسې جرګې ته دملي دفاع سرپرست ویلي طالبان پاکستان کې روزل کیږي اؤ په کوټه اؤ میرانشاه کې یې مرکزونه دي.

دملي دفاع د وزارت په پاکستان کې دطالبانو د مرکزونو اؤ روزنې دا دعوې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې ده په نزدې ورځو کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان کابل ته سفر کوي اؤ افغان چارواکو سره افغانستان کې دسولې اؤ دوه اړخېره اړېکو سیوا کولو پسر له نزدې لیدل کتل اؤ خبرې کوي.

دافغانستان د رسنیو له مخې ښاغلي اسدالله خالد ویلي په قطر کې طالبانو سره د سولې خبرو دافغان ځواکونو د لاس ته راوړنو مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړې چې طالبانو دقطر د دفتر څخه په استفاده یو لوري ته د سولې خبرې کولې اؤ بلخوا یې خپلو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکړی ؤ خو افغان ځواکونو دهغوئ په پرتله دمذاکراتو دبریالیتوب په خاطر دفاعي حالت غوره کړی ؤ.

هغه ولسي جرګې ته ویلي دا مهال افغانستان کې د ترهګرو په ضد۹۶ فیصده عملیات افغان ځواکونه پخپله کوي اؤ څلور فیصده مرسته ورسره نړیوال ځواکونه د هوایي بریدونو دلارې کوي.

پاکستان لا په سمدستي توګه دملي دفاع د وزارت دسرپرست په څرګندونو خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو تر دې دمخه چې کله هم کابل په اسلام اباد دطالبانو دملاتړ تورونه لګولي نو پاکستان یې دمنلو نه انکار کړی اؤ دریځ یې خپل کړی چې افغانستان کې دسولې اؤ امن پلوي دی اؤ دکومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي.

دشنبې په ورځ دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال تورونه لګولي وؤ چې افغانستان کې دترهګرو۶۶ د روزنې کیمپونه فعال دي چې پکې ترهګرو ته پاکستان کې دترهګرۍ روزنه ورکړل کیږي.خو هند اؤ افغانستان دواړو د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي و

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG