لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دجنورۍ ترمیاشتې افغانستان څخه خپل نور ۲۰۰۰ سرتیري وباسي


دامریکې ددفاع سرپرست وزیر کرس ملر د سه شنبې په ورځ پینټاګان کې خبریالانو ته ویلي تر۱۵مې جنورۍ به افغانستان کې دامریکایي پوځیانو شمیره د۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټيټولی شي اؤ عراق کې به هم تر دغې مودې دپوځیانو شمیره د۳۰۰۰ څخه په ۲۵۰۰ ودرؤل شي.

هغه ویلي افغانستان اؤ عراق کې دامریکایي پوځیانو د شمیرې راټيټولو مطلب هیڅکله دا نه دی چې ګنې دامریکا تګلاره یا موخه کې کوم بدلون راغلی دی.

کرس ملر ویلي دترهګرۍ په ضد نړیواله جګړه کې دخپلو پوځیانو ،ډپلوماټانو،داستخباراتي شبکو دافسرانو اؤ ائتلافیانو دتحفظ په لړ کې به روان ګامونه دوامداره ساتل کیږي.

سږکال دفرورۍ میاشت کې دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې په تړون کې امریکا افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو ژمنه کړې وه خو امریکایي چارواکو په وار وار واضحه کړې ده چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل به په شرائطو پسې اړه ولري.

دافغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر ښاغلي اسدالله خالد تیره ورځ دافغانستان پارلیمان ته ویلي وؤ دا مهال هیواد کې د ورانکارو په ضد ۹۶فیصدي عملیات افغان ځواکونه پخپله کوي اؤ‌ یوازې څلور فیصدي مرسته ورته دهوایي عملیاتو په صورت کې دبهرنیو ځواکونو ترلاسه وي.

امریکا دافغانستان څخه دجنورۍ دمیاشتې پورې دخپلو ۲۰۰۰ سرتیرو د ویستلو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په قطر کې د تیرو دوؤ میاشتو راهسې دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمنځ روانو بین الافغاني خبرو کې هیڅ پرمختګ نه کیږي اؤ په دې وروستیو کې افغانستان کې دبمي چاودنو اؤ بریدونو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده.

د نړیوالو پوځي چارو افغان څیړونکي او د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیر غړي وايي،له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په غیرمسولانه توګه ویستل سیمه اونړۍ د ترهګرۍ له سترګواښ سره مخامخ کولی شي.

تر دې دمخه چې کله دتیرې مئ په میاشت کې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو اعلان کړی ؤ نو ددفاعي چارو څېړونکي اؤ جنرال عتیق الله امرخیل وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ “که غیرمسئولانه توګه بهرني پوځیان له افغانستان څخه وځي واضح خبره ده چې خپل منځي جګړو ته لار هواریږي. تنظیمونه طالبان ټول د قدرت دنیولو لپارلاس په ماشه ناست دي هیڅ داسې سیاست مدارنشته چې غیرمسئول وسله والې ډلې ونه لري”

دولسي جرګې غړې اودنړیوالو چاروسیاسي څیړونکې شنکی کړوخیل هم ډيوه ته ویلي وؤ که امریکا له افغانستان څخه خپل ټول پوځیان وباسي دا اقدام امریکا ته څوبرابره په لوړه بیه ځکه تمامیدی شي چې لاهم په سیمه کې دترهګرۍ او دافغانستان اړوند مسایلو کې د چین روسیې ایران اوپاکستان لاس وهنې پای ته نه دي رسیدلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG