لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په ترهګر بريد کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي په قبایلي ضلع جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو سره په نښته کې دوه پوځي سرتيري وژل شوي او بل ژوبل شوی دی.

پوځ ویلي دغه نښته د جنوبي وزیرستان په پش زيات علاقه کې شوې ده.

د پوځ په وېنا ترهګرو په امنيتي پوسته ډزې کړي او امنيتي ځواکونو ورته سمدست سخت ځواب ورکړی دی.

ويل شوي د پېښې وروسته په علاقه کې لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د يادې پېښې زمه واري منلې او دعوه يې کړې په ننۍ ورځ کې يې په پوځ دا دوېم بريد دی او په دواړو بريدونو کې يې د درې پوځي سرتېرو وژلو دعوه کړې ده.

په جنوبي وزيرستان کې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د تېر اتوار/ يکشنبې په ورځ پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزيرستان په مرکز میرانشا کې ولسي غونډه کړې او په سيمه کې يې د هر ډول بدامنۍ د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو د څېړنې اداره فاټا ريسرچ سنټر وايي په کال 2020م کې د کال 2019م په پرتله په قبايلي ضلعو کې په تشدد او هدفي بريدونو کې د 30 نه تر 40 فيصده پورې زياتوالی راغلی دی.

په جنوبي وزيرستان کې تېره مياشت هم په يو وسله وال بريد کې دوه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

ياده پېښه د افغانستان پولې ته نزدې په شوال تحصيل کې شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG