لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن د ټرمپ لخوا د ځنډولو تګلاره خطرناکه بللې


واشنګټن - د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ولسمشر ډانلډ ټرمپ له دې امله توندې نیوکې وکړې چې د نومبر په ټاکنو کې خپله ماته نه مني او د کورونا وبا په اړه د مهمو حکومتي‌ معلوماتو په ترلاسه کولو کې د هغه د انتقالي ټیم مخه نیسي.

بایډن د ټرمپ په اړه وویل، "ددې اندازې لګول ډیر سخت دي چې دا سړی څه ډول فکر کوي."

بایډن وویل، "زه ډاډه یم چې هغه په دې پوهېږي چې انتخابات یې نه دي ګټلي. هغه به په دې و نه توانېږي چې ویې ګټي او مونږ به د جنورۍ په ۲۰ نېټه سوګند پورته کړو."

بایدڼ زیاته کړه، "د هغه د انګېزې په اړه پوښتنه کول لېرې خبره ده. هغه څه چې دی یې کوي له حده زیات بد دي."

بایډن دغه خبرې له خبریالانو سره وروسته له هاغې وکړې چې له لسو والیانو (ګورنرانو) سره یې د ویډیو لینک له لیارې خبرې وکړې. په دغو والیانو کې ډیموکرېټ او رېپلېکنز دواړه شامل وو.‌

پخواني‌ مرستیال ولسمشر جوبایډن وړاندې وویل، د هېواد په روغتونونو کې د شکرانې یا تېنکس ګېوېنګ او کرسمس له ورځو مخکې د کورونا پېښې زیاتې شوې دي چې له امله یې په روغتیايي کارکونکو باندې زیات فشار پرېوتی.

بایډن د والیانو د ټولنې اداري مشرتابه ته وویل، "تاسو مرستو ته اړتیا لرئ او زه غواړم چې تاسو په دې پوه شئ چې زه به په سپینه ماڼۍ کې ستاسو پارټنر او شریک اوسم."

د جان هاپکنز د پوهنتون په وینا هره ورځ په امریکا کې په لکونو خلک په کورونا باندې اخته کېږي او د مړو شمېر پکې له دوه نیمو لکو څخه اوښتی دی.

د ډیلېوېر په وېلمینګټن کې د بایډن د خبرو له پای ته رسېدو څخه ژر وروسته د سپینې ماڼۍ د کورونا د کاري ځواک غړي د سپنې ماڼۍ بریفنګ روم ته ننوتي دي.

مرستیال ولسمشر مایک پېنس او د دې ډلې نورو غړو د راتلونکو واکسینونو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

پېنس وویل، "مرسته په لاره ده." د روغتیا او انساني خدماتو وزیر الیکس ازار وویل، "د تونل په پای کې رڼا ده."

د عامې روغتیا په لسګونو پوهانو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټرمپ له ادارې څخه وغوښتل چې د ولسمشرۍ د لېږد چارو ته دې ته اجازه ورکړي چې په رسمي توګه پیل شي تر څو د وبا مخه ونیول شي او راتلونکي ولسمشر بایډن ته دې رسمي هغو معلوماتو ته اجازه ورکړل شي کوم چې د کورونا په اړه د طبي توکو او واکسینونو په اړه دي چې جوړ شوي دي.

د روغتیايي چارواکو دغه لیک د عمومي خدماتو د ادارې مشرې ایملي مورفي ته استول شوی چاچې تر اوسه پورې هغه پاڼه نه ده لاسلیک کړي کومه چې بایډن ښکاره ګټونکی وښيي د کوم له امله چې به د لېږد بهیر په رسمي توګه پیل شي.

ټرمپ تر اوسه هم بایډن ته نه دی تېر شوی. ددې په پایله کې ټرمپ بایډن چې د امریکا ۴۶ ولسمشر ته یې ځان جوړ کړی د حکومت له استخباراتو څخه لېری ساتلی او همدارنګه د بایډن همکاران یې له حکومتي ایجنسیو ته له لاس رسي څخه منعه کړي دي.

ټرمپ د اوږدې مودې هیله له ځان سره ساتلې چې رېپلېکنز به وکولای شي چې کافي ایالتونو کې به پایلې سرچپه کړي که څه هم د هېواد ملي خبري رسنیو پکې ګټونکی اعلان کړی او ویلي یې دي چې ډیموکراټانو له ۲۷۰ څخه زیاتې انتخاباتي رایې ترلاسه کړي دي.

دغه راز بایډن له ټرمپ څخ په پاپولر ووت یا د ټول هېواد په کچه ووټونو کې هم کابو شپږ میلیونه رایې مخکې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG