لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان اسټیل ملز نه په یوځائ څلور نیم زره ملازمان ویستل شوي


پاکستان کې د اوسپنې تر ټولو سترې ملي کارخانې پاکستان اسټیل ملز نه په یو ځل ۴۵۴۴ کارګران ویستل شوي اؤ هغوئ ته د هغوئ دګوښه کیدو لیکونه د ډاکخانې دلارې لیږل شوي دي.

دحکومت مخالف ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر مشر بلاول بوټو زرداري داسټیل ملز نه د څلورنیمو زرو ملازمانو ویستل دکارګرانو معاشي وژنه ګرځولې اؤ ویلي یې دي دهغه ګوند بیا ویستل شوي ملازمان بیا پخپلو دندو ګماري.

داسټیل ملز ویاند پخپل یو بیان کې ویلي په ویستل شوؤ ملازمانو کې دعامو کارګرانو ترڅنګ افسران هم شامل دي خو داسټیل ملز د اسکول اؤ کالحج مامورین له نوکریو نه دي ویستل شوي.

په یکشمت دپیسو ورکولو په بدل کې دپاکستان اسټیل ملز نه د ملازمانو د ویستلو د وړاندیز منظوري د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ مرکزي کابېنې د جون په میاشت کې ورکړې وه.

اقتصادي رابطه کمیټۍ سږکال په دریم جون وړاندیز کړی ؤ چې دپاکستان اسټیل ملز نه باید د نهو زرو څخه زیات ملازمان د پیسو ورکولو په بدل کې وویستل شي.

واکمنۍ ته له رسیدو وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان ژمنه کړې وه چې هغه به خلکو ته یو کروړ نوکرۍ اؤ پنځوس لکه کورونه ورکوي.

خو داپوزیشن ګوندونو مشران وایي چې د عمران خان خان حکومت پخپلو ټولو ژمنو کې پاتې راغلی اؤ اوس دخپلې یوې،یوې وعدې څخه پشا کیږي.

وزیراعظم عمران خان دپاکستان شخصي ټي وي چینل ایکسپریس سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې خلکو ته دیو کروړ نوکریو ورکولو په اړوند دخپلې ژمنې څخه نه دی پشا شوی اؤ دواکمنۍ پینځه کلنه موده چې یې کله پائ ته رسیږي نو یو کروړ نوکرۍ اؤ پنځوسو لکو نه زیات کورونه به یې خلکو ته ورکړي وي.

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري اسټیل ملز څخه دڅلور نیمو زرو نه د زیاتو ملازمانو ویستل غندلي دي اؤ وایي د اسټیل ملز د ملازمانو پځائ باید عمران خان خان ګوښه کړل شي.

په ټوئټر هغه لیکلي چې د داسټیل ملز دتاریخي صنعتي اثاتې مالکان د سندهـ صوبې ولس دی اؤ هغوئ به پرې نه ږدي چې پي ټي ایي ددې معاشي وژنې نه ځان خلاص کړي.

دپاکستان اسټیل ملز پرانسته په کال ۱۹۷۲ کې دهغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو کړې وه اؤ ددې په جوړولو اؤ د مامورینو په تربیه کولو کې روسي انجئیرانو اؤ ماهرینو دپاکستان مرسته کړې وه.

دپاکستان تر ټولو ستره صنعتي پروژه ګڼل کیږي چې په ۱۹زره ایکړه زمکه خوره ده ، په ۱۰زره ایکړه زمکه پکې د وسپنو جوړولو بیلابیلې پروژې لګیدلي دي اؤ په اته زره ایکړه زمکه پکې د استوګنې کورنه جوړ شوي دي.

وخت په وخت ددې سترې دولتي کارخانې دننه دغبن ،په سفارش دمامورینو دبهرتي کولو اؤ فساد تورونه مخې ته راغلي دي اؤ څو کرته بیلابیلو حکومتونو شخصي څانګې ته ددې مل د ورکولو پرېکړې هم کړي دي.

دپاکستان د صعنتونو اؤ پیداوار مرکزي وزیر حماد اظهر وایي دا مل دپاکستان پیپلز ګوند په حکومت کې دګټې څخه تاوان ته تللی ؤ اؤ د نوازشریف په حکومت کې وتړل شو.

XS
SM
MD
LG