لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اعجاز شاه دداخله وزارت څخه لرې کړل شو،شیخ رشید دکورنیو چارو نوی وزیر مقرر


دپاکستان وزیراعظم عمران خان د هیواد د کورنیو چارو وزیر برېګیډیر(ریټائرډ)اعجاز شاه شاه دخپل وزارت څخه لرې کړی اؤ دیهغه پځائ یې د ریل محکمې وزیر شیخ رشید دکورنیو چارو وزیر ټاکلی دی.

دپاکستان سرکاري راډیو د جمعې په ورځ ویلي دکورنیو چارو وزیر ښاغلي اعجاز شاه ته دمخدره موادو دمخنیوي وازیت سپارل شوې اؤ د ریل محکمې وزیر شیخ رشید دهیواد دکورنیو چارو وزیر مقرر کړل شوی دی.

وزیراعظم عمران خان یا دهغه د حکومت نورو غړو لا تر اوسه نه دي ویلي چې په مرکزي کابېنه کې ددې رامنځته کړل شوؤ بدلونونو علت څه دی، خو دکورنیو چارو د مخکیني وزیر بریګیډئیر اعجاز شاه په ټاکنه تیره موده کې اپوزیشن سخت ټکونه کړي وؤ اؤ اؤ هغه یې یو متنازعه یا لانجمن شخصیت ګرځولی ؤ.

بریګېډیر اعجاز شاه دپخواني پوځي امر پروېز مشرف نیژدې ملګری ګڼل کیږي، چې د پاکستان له پوځي او ملکي استخباراتي ادارو سره په لوړو څوکیو پاتې شوی دی.

خو دهغه پرځائ چې کوم نوي وزیر شیخ رشید ته د کورنیو چارو وزارت سپارل شوی،ادپوزیشن ګوندونو مشران زیاتره وخت په اشارو کنعایو کې هغه هم داستخباراتي شبکو اؤ‌ پوځ سړی ګني.

په دې وروستیو کې چې دهیواد پخواني وزیراعظم اؤ دمسلم لیګ نواز ډلې مشر په پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس اییي سختې نیوکې وکړې چې ګنې دهیواد سیاست کې لاسوهنه کوي ، نو ترهغې وروسته شیخ رشید ویلي وؤ دمسلم لیګي مشرانو په ګډون دداسې ګڼ شمیر سیاسي مشرانو په هکله معلومات لري چې دپوځ سرلښکر سره یې پټې لیدنې کړي دي.

داعجاز شاه اؤ‌ شیخ رشید د وزارتونو ترڅنګ وزیراعظم دیو بل مرکزي وزیر ښاغلي اعظم سواتي وزارت هم بدل کړی اؤ هغه ته یې د ریل محکمې وزارت ورکړی دی.

دخزانې په بابله د وزیراعظم مشاور ډاکټر عبدالحفیظ شیخ چې د شپږو میاشتو دپاره مرکزي وزیر مقرر کړل شوی هغه ته هم وزیراعظم د خزانې وزارت سپارلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG