لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:  کرونا وایرس نزدې شپږ میاشتې وروسته بیا 105 کسان مړه کړي


په پاکستان کې په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا وایرس له امله 105 کسان مړه شوي، له دې وړاندې د جون په مياشت کې په پاکستان کې د کرونا څخه په يو شوا روز کې 105 کسان مړه شوي وو.

پاکستاني چارواکي وايي په ملک کې د کرونا وایرس دوېمه څپه روانه ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا څخه د تازه 105 کسانو د مړينو سره د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره 9010 ته رسېدلې ده.

په تېر شوا روز کې په نورو 2731 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او ويل شوي په دې وايرس اخته 2510 کسان داسې دي چې روغتیايي حالت یې سخت دی.

ويل شوي دا وخت په ملک کې 48زره369 کسان په کرونا وايرس اخته دي.

کرونا وايرس تر اوسه پورې تر ټولو زيات کسان په پنجاب صوبه کې مړه کړي چې شمېره يې 3452 ده او ورسره په صوبه کې دا وخت 9797 په دې وايرس اخته دي.

په پنجاب پسې په دوېم نمبر زيات مړي په سيند صوبه کې 3222 کسان مړه شوي دي خو د پنجاب په پرتله په سيند کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره 28زره875 ده.

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه 1489 کسان د کرونا څخه مړه شوي او دا وخت په صوبه کې 4869 کسان په دې وايرس اخته دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG