لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هائیکورټ:دهیواد اسخباراتي اؤ نورو ټولو ادارو د زمکو روزګار ته لاس اچولی


اسلام اباد هائیکورټ دپاکستان د استخباراتي شبکې ایي بي دافسرانو د زمکو روزګار کې په ککړتیا ناخوښي ښکاره کړې اؤ وایي دهیواد ټولو ادارو د زمکو روزګار ته لاس اچولی چې دا د مفاداتو په مابین کې یو لویې ټکر دی.

داستوګنو پروژو کې د انټیلي جنس بیورو دافسرانو دککړتیا په اړوند د دوسیې اوریدلو په مهال داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي اطهرمن الله ویلي هرکله چې یوه اداره د زمکو روزګار کې ککړه وي نو داسلام اباد پرمختیایي اداره به څنګه دغه ادارې ته دڅه ویلو همت وکړي؟

هغه ویلي پلازمینه اسلام اباد کې ټولې ادارې د زمکو روزګار کې لاس لري اؤ دا دګټو په مابین کې یو ستر ټکر دی.

دهائیکورټ مشر قاضي د ایي بي وکیل ته ویلي چې هغه باید محکمه قانع کړي چې څنګه یو سرکاري افسر نیغ په نیغه یا دبل چا دلارې د زمکو روزګار کولی یا ورته کتنه کولی شي؟

هغه پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا د استخباراتي شبکې ایي بي افسران د زمکو روزګار کې ککړ پاتې کیدی شي؟

د ایي بي وکیل محکمې ته ویلي چې هغه ته دعدالت دپوښتنو جوابونو ورکولو دپاره مهلت پکار دی چې له دې وروسته محکمې ددې دوسیې نوره اوریدنه دجنورۍ میاشتې پورې ځنډولې ده.

تر دې وړاندې دنومبر په میاشت کې هم اسلام اباد هائیکورټ ویلي وؤ په پلازمینه اسلام اباد کې د ایي بي اؤ ایف ایي ای په ګډون هره اداره د زمکو په کاروبار کې ککړه شوې ده اؤ دلته قانون یوازې دکمزورو دپاره دی.

په دې وروستیو کې دپاکستان سمندري ځواکونو اسلام اباد کې د "پاکستان نیوي سیلنګ کلب" په نوم د ودانۍ په جوړولو پیل کړی ؤ .

سږکال دجولایي میاشت کې داسلام اباد دپرمختیا دولتي ادارې دغه ودانۍ غیرقانوني بللې وې اؤ‌ په هغې دکار ودرؤلو نوټس یې ورکړی ؤ .

وروسته بیا داسلام اباد راول ډنډ یا جهیل په غاړه دسمندري ځواکونو لخوا دفارمونونو جوړؤلو په ضد د زینت سلیم په نوم یوې میرمنې محکمې ته عریضه کړې وه.

اسلام اباد هائیکورټ په ۱۶م جولایي دغیرقانوني ودانیو په ضد عریضه باندې دسمندري ځواکونو مشر،دپاکستان ستر څارنوال اؤ داسلام اباد پرمختیایي دارې ته نوټسونه جاري کړي وؤ.

د دوسیې اوریدنې په مهال داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي وؤ چې دهیواد د استخباراتو بیورو( ایي بي) اؤ دپلټنو مرکزي اداره(ایف ایي ای) هم د استوګنې د پرژون په روزګار کې ککړه ده اؤ دې ښار کې اوس هره اداره د د زمکو روزګار کوي.

هغه مهال د سمندري ځواکونو وکیل محکمې ته ویلي وؤ چې دعدالت څرګندونې د ادارې دپاره ستونزې راولاړوي ځکه چې دا یوه حساسه معامله ده اؤ په اوریدنه یې اداره اغیزمنه کیږي.

په دې اوریدو سره مشر قاضي ناخوښي ښکاره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ ته څه ویل غواړې چې دا عدالت دې بند کړل شي؟ تاسو دا غواړئ چې سمندري پوځ دې کاروبار هم کوي اؤ ددغه پوځ مشر ته دې استثنا هم هم ورکړل شي.

هغه ویلي وؤ تر ټولو حساسه معامله دقانون څخه سرغړونه ده

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG