لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د سږ کال په لومړیو پینځو میاشتو کې څلورنیم اربه ډالر پور اخیستی


واشنګټن ــــ له اقتصادي بحران سره مخ پاکستان د روان 2012م کال په لومړیو پینځو میاشتو کې له بهرنیو هېوادونو او ادارو څلورنیم اربه ډالر پور اخیستی دی، چې په دې کې زیاته قرضه له چینه په تجارتي بنیادونو اخیستل شوې ده.

پاکستان د کال په لومړۍ نیمایي کې دغه ټوله قرضه د خپلو پخوانیو بهرنیو پورونو د پرې کولو او د زرمبادله د ذخیرو د پر ځای ساتلو لپاره کارولې ده.

د پاکستان د اقتصاد وزارت ویاند وایي، هېواد یې سږ کال 4.5 اربه ډالره بهرنۍ آمدني تر لاسه کړې ده چې وایي دا د تېر کال د همدومره مودې په نسبت 45 فیصده زیاته شوې ده.

د ویاند په وینا د کورونا وایرس د دویمې څپې باوجود د پاکستان اقتصادي حالت سږ کال ښه وو او د ملک د زرِمبادله په ذخیرو کې زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان د اقتصاد وزارت له معلوماتو ښکاري‌ چې د سږ کال د لومړیو پینځو میاشتو له څلورنیم اربه ډالره قرضې سره د واکمن تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال ټولې بهرنۍ قرضې 23 اربه 60 کروړه ډالرو ته رسېږي.

د بهرنیو هېوادونو د تجارتي قرضې په لړ کې په تېره یوه میاشت کې یو ارب ډالره زیاتوالی راغلی چې په هغه کې یواځې 500 میلینه ډالره له چینه اخیستل شوي دي.

د 2020م او 2021م مالي کلونو په دغو پینځو میاشتو کې پاکستان تر اوسه د درې فیصده سود یا ګټې په ګډون سعودي عرب ته بیرته خپل دوه اربه ډالره پورې ور ادا کړی دی. پاکستان دغه پیسې د سعودي په غوښتنه له چینه اخیستې او ور ادا کړې یې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي که پاکستان د سعودي عرب د اخیستي پور د ادا کولو لپاره د چین غوندې متبادل نه وای پیدا کړی نو دا به ورته ګرانه وای چې د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف د قرضې پروګرام فعال کړي.

د اقتصادي چارو څېړونکی اشفاق حسن وایي، د 2008م او 2018م کال تر منځ په لسو کلونو کې پاکستان تر بل هر وخت زیاتې قرضې اخیستې دي، چې وایي له کبله یې د پاکستان اقتصاد د قرضو له کبله تر فشار لاندې دی.

اشفاق حسن وي او اې ته وویل، د واکمن تحریک انصاف حکومت مجبوره دی چې د بهرنیو قرضو له بیرته ورکولو سره سره د هېواد د اقتصادي توازن د برابر ساتلو لپاره نوې بهرنۍ قرضې واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG