واشنګټن ـــ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، انډونېشیا، ناروې، اسټرېلیا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو د پیلېدو هرکلی کړی او د سولې له بهیر سره یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر خپل ټویټر لیکلي، چې د جمعې په ورځ یې د هند د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس جې شنکر سره خبرې کړې دي:
"موږ په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر بیا پیلېدو و ږغېدو، چې په افغانستان کې د سیاسي حل لپاره د ډزبندۍ پر عملي کېدو سیمه ییز او نړیوال ملاتړ را خپل کړو".
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د دسمبر په اوومه د افغان سولې لپاره د امریکې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم په یوه ویډیو کانفرنس کې د سولې په بهیر کې د پرمختګونو او چېلنجونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغان خارجه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ویډیو کانفرنس کې په کابل کې د امریکې سفیر راس ویلسن هم ګډون کړی وو. خبرپاڼه وایي چې حنیف اتمر په خپلو خبرو کې د سولې بهیر په اړه د نړیوال ملاتړ او سیمه ییزې همږغۍ تر لاسه کولو پر ارزښت هم ټینګار کړی دی:
"دوی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د دویم پړاو خبرو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر ټینګښت خبرې وکړې او دا یې وسنجوله چې څنګه د کابل او واشنګټن په ګډو هڅو د سولې خبرې کامیابېدای شي".
د خبرپاڼې په وینا زلمي خلیلزاد د سولې د خبرو د دویم پړاو پر پیلېدو خوښي څرګنده کړې او حنیف اتمر ته د سولې په بهیر کې د امریکې د بشپړ ملاتړ ورکړی او د ترهګرۍ په ځپلو او په سیمه کې د امن په راوستلو کې یې خپل هوډ څرګند کړی دی.
حنیف اتمر پر ټویټر لیکلي چې د اسټرېلیا د بهرنیو چارو له وزیر مېریس پین سره یې هم ټیلیفوني خبرې شوې دي د سولې، سیمه ییزې ارامۍ او د ترهګرۍ په ځپلو کې د اوږدمهاله مبارزې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي:
"زموږ پر اوږدمهاله همکارۍ مو خبرې وکړې او د افغان سولې په اړه مو سیمه ییز او نړیوال ملاتړ پر زیاتېدو ټینګار وکړ".
حنیف اتمر وایي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر ایني ماري اریکسن سره یې هم د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي او هغې د خبرو د دویم پړاو د پیلېدو هرکلی کړی. همدارنګه یې د انډونېشیا له خارجه وزیرې مینټو مرسودي سره هم خبرې کړې دي، ښاغلي اتمر لیکلي:
"په دې اړه مو خبرې وکړې چې د [افغانستان] د سوله ییز حل د ملاتړ لپاره د اسلامي نړۍ رول ډېر لازمي دی. د یوه تر ټولو ستر مسلمان ملت په توګه د افغان سولې په بهیر کې د انډونېشیا ملاتړ ډېر ارزښتمن او د ستاینې وړ دی".
د نړۍ د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو له خوا د افغان سولې بهیر د دویم پړاو خبرو هرکلی او ملاتړ په داسې وخت کې شوی چې ټاکل شوې سبا د جنورۍ پر نهمه په قطر کې د بین الافغاني خبرو د ایجنډا پر موضوعاتو رسمي بحثونه پیل شي.