واشنګټن ـــ د افغانستان د حکومت شمېرې ښیي چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ د پېښو د زیاتوالي له کبله د هېواد له شپږو ولایتونو په تېره یوه میاشت کې شاوخوا 18,000 کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.
د طلوع نیوز د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، په ډېرو ولایتونو کې د ناامنۍ او تشدد اوسني حالت ته په کتو داسې اټکل کېږي چې کېدای شي 25,000 نورې کورنۍ هم له خپلو سیمو خوندي ځایونو ته کډه شي.
د افغانستان د آفتونو د مخنیوي په چارو کې د دولت وزارت وایي، که په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه په اوسنۍ اندازه دوام وکړي نو مرستندویې ادارې به دا توان ونه لري چې په ناامنه سیمو کې اغېزمنو خلکو ته ورسېږي.
په هغو ولایتونو کې چې دغه اتلس زره کورنۍ ځنې کډه شوې دي، بغلان، کندوز، فراه، هرات، غور او ارزګان ولایتونه شامل دي.
د آفتونو د مخنیوي وزارت په تېر 2020م کال کې په افغانستان کې تقریباً 45,000 زره کورنۍ بې ځایه شوې وې. د دې وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وایي:
"که حالت تر دې هم خراب شي او تاوتریخوالی روان وي، له اغېزمنو خلکو سره د مرستې او د ژغورنې په چارو کې به ډېرې زیاتې ستونځې او چېلنجونه وي".
د آفتونو د مخنیوي په چارو کې د دولت وزارت وایي دوی تیار دي چې له بې ځایه شویو یو لک 16 زره کورنیو سره د ژمي په دې ورځو کې مرستې وکړي. په کندوز کې د یوې بېځایه شوې کورنۍ یو غړی وايي:
"زه د جګړې له دواړو ښکېلو غاړو غواړم چې جګړه ودروي او خلک پرېږدي چې خپل کار وکړي او د خپلو کورنیو د رزق روزۍ غم وخوري".
د افغانستان د شمالي کندوز ولایت د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي وایي، له خان اباد او نورو ولسوالیو چې کوم خلک بې ځایه شوي دي هغه په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.
چارواکي وایي 100 بې ځایه کسان د کندوز ښار په یوه سکول کې په یوه خېمه کې ژوند کوي. د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وایي په تېر یوه کال کې له دې ولایته تقریباً 11,000 کورنۍ بې ځایه شوې دي.