لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي حکومت په اېن اېف سي کې د پښتونخوا برخه پټول غواړي، بلاول


د پاکستان پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بټو زرداري وايي مرکزي حکومت په قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) کې د خېبر پښتونخوا برخه پټول غواړي کومه چې د صوبې د خلکو اييني حق دی، خو مخالفه سياسي ګوندونه به چرې هم وفاقي حکومت داسې کولو ته نه پرېږدي.

د ملاکنډ ډويژن په بټخيله سيمه کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) جلسې ته په وېنا کې نوموړي وویل، چې د پيپلز ګوند حکومت صوبو ته ائيني حقوق ورکولو د پاره په ائين کې اتلسم ترميم کړی خو اوس په هغو اييني حقونو ډاکه اچول کيږي.

"دې وايي هغوي ستاسو په حقونو ډاکه اچول غواړي، کومې 160 ارب روپۍ چې تېر کال خېبر پښتونخوا ته مېلاوېدل پکار وې چې هغه د اسلام اباد نه، بلکې د پښتونخوا پېسې وي هغه د موجوده حکومت د نا اهلۍ د وجې نه صوبې ته ورنه کړل شوې، که چرې دغه پېسې خېبر پښتونخوا ته ورکړل شوې وي نو په ملاکنډ ډويژن کې به اوس څومره ځوانان په روزګار وو او څومره تعليمي ادارې به جوړې کړل شوې وې"

په روستيو کې د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ويلي ؤ حکومت به د قامي مالياتي کميشن لاندې د وسيلوويشلو لپاره په مکينزم کې ښه والې راولي او صوبې به ذمه وارې ګرځوي چې دوی دغه پيسې څنګه خرچ کوي.

د پي ډي اېم جلسې ته په وېنا کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان بيا د تحریک انصاف په حکومت نيوکې وکړې چې دا ناجايزه حکومت جوړ دی.

هغه وويل، "پوځي قيادت دې خپل پوزیشن واضح کړي پوځ يوه اداره ده ځان ته غېر جانبداره اداره وايي، مونږ يې احترام کوو، د ریاست دپاره یې ضروري ګڼو، خو سپيناوی دې وکړی چې بې پلوه ده که نه د يو ګوند ملاتړ کوي فريق جوړه ده که فريق ده نو بيا زمونږ حق جوړيږي چې د جي اېچ کیو [پوځي مرکز] دروازې له لاړو شو".

فضل الرحمان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د بيان چې د پي ډي اېم [پېنډۍ ته د لانګ مارچ کوم علت خو نه ښکاري خو بيا هم که پي ډي اېم پېنډۍ ته راغلو"چای اوبه به پرې وڅښي"].

دغه بيان ته په ځواب کې وويل، "که دوی پېنډۍ ته راځي د چای اوبو ست به ورته کوو، مونږ ته به د چای اوبو ست کوې او خپله به د پاپا جان پيزې خورې".

هغه وویل په ملک کې دا وخت يو جمهوري نظام نه بلکې د تېر وختونو په څېر مارشل لا نافذ ده، او دوی په په ملک کې د جمهوريت پياوړي کولو دپاره تحريک پېل کړی.

پي ډي اېم د روانې مياشتې په ۱۹ نېټه د فارن فنډنګ کېس يا د باهرنه راغلو پېسو د قضیې په لړ کې په اسلام اباد کې د اليکشن کميشن د دفتر مخې ته د احتجاجي مظاهرې هم وويل.

جلسې ته په وېنا کې د عوامي نېشنل ګوند په خېبر پښتونخوا کې پخواني وزير اعلی امير حيدر خان هوتي وويل چې په تېر اليکشن کې کومه درغلي شوې نو د هغې په اساس جوړ کړل شوی دا حکومت مو ختم کړی نه وي نو تر هغې به دا تحريک روان وي.

جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرمحمود خان اڅکزي، د پاکستان مسلم ليګ ن صوبايي مشر انجنير امير مقام او نورو سياسي مشرانو هم وېناګانې وکړې.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي ؤ د ائين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

او حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG