لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې په تړاؤ ولسمشر غني مهمو سیاسي مشرانو سره مشوره کړې


دامریکا لخوا طالبانو سره د سولې شوي تړون ته دبیا کتنې له بیان وروسته دافغانستان ولسمشر اشرف غني د هیواد مهمو سیاسي مشرانو سره لیدلي اؤ افغانستان کې د سولې په پروسه اؤ نورو مهمو چارو یې ورسره صلاح اؤ مشوره کړې ده.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني د سه شنبې په ورځ پخواني ولسمشر حاامدکرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او استاد عبدرب الرسول سیاف سره په ګلخانې ماڼۍ کې کتلي اؤ په مهمو چارو ورسره غږیدلی دی.

دبیان له مخې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي کموالي، سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راتګ چې د افغانستان د ثبات او وینې ودرېدو لامل شي، ټینګار وشو.

د غونډې په مهال ولسمشر اشرف غني ویلي د هیواد په دغو حساسو شرایطو کې به د سولې پروسې په اړه له ولسونو، سیاسي شخصیتونو او بېلابېلو اقشارو سره د سلا او مشورو لړۍ ادامه ولري.

دصدارتي ماڼۍ په بیان کې ددې لیدنې زیات جذئیات مخې ته نه دي راوړل شوي خو دا مهمه لیدنه وروسته له هغې ترسره شوې چې روانه په امریکا کې دصدر جوبائیډن نوې انتظامیې اعلان وکړو چې تیرکال داپریل په میاشت کې د طالبانو اؤ امریکا ترمنځ ترسره شوي دسولې تړون ته به بیا له سره کتنه کولی شي.

تیره ورځ هم دکابینې غونډې ته خپله وینا کې اشرف غني ویلي وؤ چې دافغانستان دملي امنیت شورا سلاکار د امریکا د ملي امنیت شورا له سلاکار سره د یوې طرحې په اساس خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړې وه چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون به د امریکا د نوي حکومت لخوا څېړل کیږي چې وروسته به له افغان حکومت سره تر مشورې وروسته د سولې یوې اساسي حل نقشې ته ورسیږي.

طالبان د دوحې تړون په عملي کېدو ټینګار لري او د امریکا د نوې انتظامیې نه یې هم غوښتي چې دوحې تړون ته دې ژمن پاته شي.

خو په طالبانو دا تورونه دي چې دوی په افغانستان کې تاؤ تریخوالی نه دی کم کړی، هدفي وژنې یې زیاتې کړي، او القاعده سره یې خپلې اړیکې هم نه دي ختمې کړې.

دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ داپریل میاشت کې دسولې په شوي تړون کې دا خبره شامل وه چې امریکا به د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي خو ددې په بدل کې به طالبان د القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې غوڅوي اؤ اجازه به نه ورکوي چې څوک دافغانستان خاوره د ترهګرۍ دمقصدونو دپاره وکاروي.

طالبان وایي چې امریکا سره پخپلو کړو ژمنو ولاړ دي خو دامریکا د خزانې وزارت پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي چې تیرکال القاعده په افغانستان کې نوره هم پیاوړې شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG