پاکستان کې په کرونا وایرس د څار دولتي مرکز وایي په تیر یو شواروز کې د هیواد بیلابیلو برخو کې په کرونا وایرس نوور 74 کسان مړه شوي چې دې سره پاکستان کې په دې وبا د مړو شوؤ کسانو شمیره 11زره اؤ 450 ته رسېدلې ده.
د سرکاري شمیرو له مخې په تیرو څلېریشتو ساعتو کې په ګرد هیواد کې د کرونا وایرس1563 نوې پېښې مخې ته راغلي دي.
په ګرد هیواد کې تر دې دمه پینځه لکه 37زره اؤ 477 کسان په کرونا وایرس اخته شوي خو په دې نور ټول بېرته روغ شوي اؤ دا مهال یوازې ۳۳ زره 820 کسان په دې وایرس اخته دي.
په کرونا د څار دولتي مرکز وایي په کرونا اخته ناروغانو کې د 2165 کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
سندهـ صوبه کې کرونا وایرس 242793 کسانو ته ورپورې شوی اؤ دغلته 3925 کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.
پنجاب کې کرونا څخه د اغیزمنو کسانو شمیره 155214 ده اؤ 4646 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.
خیبر پښتونخوا کې 65953 کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ 1857 کسان پرې مړه شوي هم دي.
د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې هم 8877 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 258 کسان پرې مړه شوي دي.
ګلګت بلتستان کې 4903 کسان په دې وبا اخته شوي اؤ 102 ؤ کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
پلازمینه اسلام اباد کې 40972 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ تر اوسه دغلته ددې وایرس ښکار 469 ناروغان مړه شوي دي
د روانې میاشتې په پیل کې د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان ویلي وؤ پاکستان دکرونا ضد ویکسین ترلاسه کولو دپاره درېوؤ کمپنیو سره اړېکه نیولې ده اؤ دمارچ دمیاشتې څخه به دا واکسین پاکستان کې موجود وي.
چارواکي وایي پاکستان د کرونا ضد ویکسینو اخستو دپاره ۱۵ کروړه ډالر بیل کړي دي.
په پاکستان کې د روغتيا د چارو پوهان وايي چي د کرونا وايرس نه د خلکو د مړينې او ناروغه کېدو کچه کې ورځ تر بلې لوړوالی راځي او خلک احتياط هم نه کوي نو په داسې حال کې دکويډ-19 ناروغۍ دمخنيوې يوازینۍ لار په وخت خلکو ته وېکسين لګول دي