لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د شمالي کوریا په زندانونو کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې کېږي


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یوه تازه رپوټ کې تور پورې کړی چې شمالي کوریا په منظمه توګه د خپلې ابادۍ د مخنیوي لپاره په پراخه توګه د بشري حقونو سرغړونې کوي چې وایي دا کار په دې هېواد کې د انسانیت په ضد جرایم زیاتولای شي.

د دې رپوټ د تیارولو لپاره له هغو سلګونو کوریایانو سره مرکې شوې دي چې له شمالي کوریا نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وایي له کومو کسانو چې دغه معلومات را غونډ‌ کړل شوي هغه معقول دلایل وړاندې کوي او باور پرې کېدای شي چې د دې هېواد د زندانونو په نظام کې انسانیت ضد جرمونه تر سره کېږي.

شمالي کوریا تر اوسه د دغو تورونو په اړه رسمي جواب نه دی ویلی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویانده روینا شامدساني وي او اې ته وویل، چې د شمالي کوریا د زندانونو په عادي نظام کې د انسانیت په ضد جرمونه روان دي.

مېرمن روینا وایي دوی ته کره رپوټونه رسېدلي چې هلته په زندانونو کې بندیانو ته په منظمه توګه زجر او اذیت ورکول کېږي یا له نورو لارو بدني او ذهني تکلیف ور رسول کېږي:

"اووه کاله کېږي چې ملګري ملتونه په دې اړه پلټنه کوي او موږ ته معلومه شوې چې شمالي کوریا د انسانیت په وړاندې شدید جرمونه کوي، چې په هغه کې وژنې، مرییتوب، اذیت رسول او جبري ورکېدل شامل دي ".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویانده وایي اووه کاله وروسته هم هیڅ نه دي بدل شوي او اوس هم په شمالي کوریا کې انسانیت ضد جرمونه روان دي، خو وایي د دغو تېرو جرمونو په اړه له دې هېواد سره هیڅ قانوني حساب هم نه دی شوی.

د ملګرو ملتونو په دې پینځلس مخه رپوټ کې ویل شوي چې د شمالي کوریا په زندانونو کې بندیانو ته نورې له اذیته ډکې سزاوې هم ورکول کېږي چې وایي په هغوی کې مرموزې وژنې، جنسي تېری، د جنسي تېري نور ډولونه، د ناروغۍ په وخت علاج نه کول او په لوږه کې ساتل شامل دي.

رپوټ دعوه کوي چې سیاسي بندیان تر نورو بندیانو زیات ځورول کېږي او اذیت ورکول کېږي.

په رپوټ کې پر نړیواله ټولنه ږغ شوی چې د شمالي کوریا د خلکو بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي او د کیم جانګ اون له حکومت سره د دغو پراخو بشري سرغړونې حساب وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویانده روینا شامدساني وایي، له شمالي کوریا سره سیاسي خبرې اترې په دې اړه کېږي چې دغه هېواد خپل ایټمي پروګرام ته وده ور نه کړي،‌ خو وایي د بشري حقونو ستونځو ته پر دویم نمبر توجه کېږي.

مېرمن روینا وایي "په ښکاره په شمالي کوریا کې د بشري حقونو د سرغړونو او د دغو انسان ضد جرمونو له تر سره کوونکو سره پر قانوني چلند او هغوی ته پر سزا ورکولو ډېر لږ بحثونه کېږي.

روینا وايي که غواړو چې د کوریا په ټاپو وزمه کې اوږدمهاله امن راشي نو وایي دا کار هله کېدای شي چې دا ډول سرغړونې ختم شي او د تشدد ښکار خلکو سره انصاف وشي. وایي په داسې حال کې نو باید د شمالي کوریا حکومت د داسې جرمونو پر سر ونه بخښل شي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي په شمالي کوریا کې د دغو بشري سرغړونو او د ممکنه نړیوالو جرمونو سمه پلټنه باید تر هر څه وړاندې وشي او ټینګار کوي چې بیا دې د پلټنو نتایج د انصاف نړیوال عدالت یا د هغه برابر د انصاف بلې ادارې ته وړاندې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG