لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي حکومت به یې دتندروه ډلې تحریک لبیک غوښتنې دپارلیمان مخې ته ږدي


په پاکستان کې د تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک په غوښتنو دعمل کولو دپاره دحکومت اؤ ددغه ډلې تر منځ دشوي تړون موده تر ۲۰م اپریل غځول شوې اؤ وزیراعظم عمران خان وایي حکومت به تر ۲۰م اپریل دتحریک لبیک ټولې غوښتنې پارلیمان ته ږدي.

تیرکال په ۱۶م نومبر تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک سره دهغوئ داحتجاج ختمولو دپاره تړون کړی ؤ چې له هیواده به د فرانسیې سفیر وباسي، په یاد هیواد کې به خپل سفیر نه مقرروي اؤ په دولتي کچه به دفرانس دجوړو شیانو داخستو پرېکون کوي.

تیرکال دنومبر میاشت کې فرانس کې د اسلام دستر پیغمبر د سپکاوي له خاکو خپریدو وروسته دتحریک لبیک په زرګونو فعالین کوتکو په لاس پلازمېنې اسلام اباد ته دننوتلو دپاره فیض اباد سیمې ته ورټول شوي وؤ اؤ هڅه یې کوله چې اسلام اباد ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو دهغوئ مخه نیولې وه.

ددغه تندروه ډلې داحتجاج ختمولو په غرض په هغه مهال حکومت دوئ سره تړون کړی ؤ چې حکومت به د دوؤ څخه نیولی تر درېوؤ میاشتو هیواد نه دفرانس سفیر پارلیمان څخه دفیصله سازۍ دلارې وباسي.

تړون کې حکومت دتحریک لبیک دمشرانو سره ژمنه کړې وه چې حکومت به خپل سفیر په فرانس کې نه مقرروي اؤ په دولتي کچه به د فرانس دمصنوعاتو بائیکاټ یا پریکون هم کولی شي.

د زیارت په ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان رسنیو ته ویلي چې اوس یو وارې بیا حکومتي ډلې دتحریک لبیک سره مذاکرات کړي اؤ په دغو مذاکراتو کې یوه نوې لوظنامه د دواړو خواؤ ترمنځ شوې چې له مخې به یې تر ۲۰م اپریل دتحریک لبیک غوښتنې دپارلیمان مخې ته اېښودل کیږي.

دحکومت اؤ تحریک لبیک ترمنځ دشوي دې تړون نه وروسته دسیاسي چارو څېړونکي اؤ دپاکستان پخواني سفارتکار ښاغلي ایاز وزیر ډیوه ته ویلي وؤ چې که چرې حکومت دتحریک لبیک غوښتنې ومنلې نو په راتلونکي کې به دا اؤ داسې نورې تندروه ډلې دفشار دلارې حکومت دیته مجبوروي چې کوم هیواد سره باید اړېکې وشلول شي اؤ کوم سره وساتل شي.

تر دې دمخه تحریک لبیک په کال ۲۰۱۷م کې هم د ټولټاکنو په فارم کې دختم نبوت د شق ختمولو په ضد دهغې وخت د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند دحکومت په ضد فیض اباد کې احتجاجي پرلت وهلی ؤ.

دمسلم لیګ نواز ګوند حکومت ددغه احتجاجي پرلت په شا پوځي استخباراتي ادارو ته ګوتې وچتولې اؤ دپرلت په ختمیدو د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي موجوده مشر جنرال فیض حمید دپرلت برخه والو ته په لفاظو کې بندې پیسې هم د لارې دکرایه په نوم ورکړې وې.

کال ٢٠١٧ کې د پاکستان پوځ د هغې وخت دحکومت د وينا باوجود د تحریک لبيک داحتجاجي پرلت په ضد دطاقت کارولو نه انکار کړى ؤ.

بيا د پوځ په مينځګړتوب دمظاهرچیانو اؤ حکومت ترمنځ دیو تړون په نتیجه کې دتحریک لبیک فعالین د اسلام اباد نه وتلي وؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG