لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دروغتیا نړیواله اداره وایي دکرونا پېښې بیا زیاتې شوي،پاکستان کې پرې 42 کسان مړه


سرکاري شمیرې ښایي پاکستان کې د تېر یو شواروز په مهال د 1100ؤ نه زیات کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 42 نور په دې خونړي وایرس مړه شوي دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي له ېوې نیمې میاشتې وروسته د تېرې اوونۍ راهسې د کرونا پېښې بیا سیوا شوي اؤ دکال تر پائ ددې وایرس دختمېدو امکان نشته.

پاکستان کې په کرونا دڅار د دولتي ادارې تازه شمیرې ښایي چې تر اوسه په ګرد هیواد کې په کرونا وایرس 12938 کسان مړه شوي دي.

دغه شمیرې ښایي چې په ګرد هیواد کې تر اوسه پینځوؤ لکو اؤ 82528 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې نور بېرته روغ شوي اؤ دا مهال یوازې 22184 کسان په دې وایرس اخته دي.

خیبر پښتونخوا صوبه کې 72615 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ ر 2085 تنه پرې مړه شوي دي.

سندهـ ایالت کې تر دې مهاله د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې مخې ته راغلي چې شمیره یې 258412 ده اؤ په دغه صوبه کې 4353 په کرونا وایرس اخته ناروغان مړه شوي هم دي.

په پنجاب ایالت کې تر اوسه 172683 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 5391 پرې مړه شوي دي.

بلوچستان کې د کرونا ځپلو ناروغانو شمیره 19066 ښودل شوې اؤ 200 کسان مړه شوي هم دي.

اسلام اباد کې په کرونا داخته ناروغانو شمیره 44516 ده اؤ دغلته 501 کسانو تر اوسه خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې هم 10280 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 306 پرې مړه شوي دي. همدا شان ګللګت بلتستان کې د کرونا ځپلو شمیره 4956 ښودل شوی اؤ 102 کسان دغلته په دې وایرس مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوالې دارې ویلي چې د روان کال تر پائ هم په بشپړ ډول د کرونا وایرس د ختمېدو امکان نشته.

ددغه ادارې مشر ویلي چې له یوې نیمې میاشتې راپدیخوا دتېرې اوونۍ راهسې د کرونا پېښې په نړۍ کې بیا سیوا شوي اؤ خلک باید په احتیاطي ګامونو ددې نه ځان خوندي وسات

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG