لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوؤ اوونیو راهسې پاکستان کې دکرونا پېښې نیم په نیمه سیوا شوي،۳۹کسان نور مړه


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تیر یو شواروز په مهال نورو ۱۷۸۰ کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ ۳۹کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

د اتوار په ورځ ډان ورځپاڼې پخپل یو رپورټ کې ویلي چې د تیرو دوؤ اوونیو نه هم په کم وخت کې دپاکستان دننه د کرونا وایرس پېښو کې ۵۰فیصدي اضافه شوې ده .

د کرونا وایرس دپېښو دا لړۍ وروسته له هغې زیاته چټک شوې چې پاکستان کې دننه دخلکو ژغورنې دپاره لګول شوي بندیزونه یو وارې بیا لرې کړل شوي دي.

په کرونا وایرس دڅار دولتي اداره وایي تراوسه پاکستان کې ټول پینځه لکه،۹۰زره اؤ۵۰۸کسان په کرونا وایرس اخته شوي خو له دې جملې نور ټول بېرته روغ شوي اؤ دا مهال یوازې ۱۸ زره اؤ ۵۵ کسان په کرونا وایرس اخته دي.

په تېر یو شواروز کې د۳۹ نورو کسانو د مړینې سره پاکستان کې په دې وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره ۱۳ اؤ۲۰۵ؤ ته رسېدلې ده اؤ د۱۵۹۵کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

داین او سي شمیرې ښایي چې په ۲۷مه فرورۍ پاکستان کې د کرونا وایر ۱۱۷۶ اؤ په وړمبي مارچ ۱۱۶۳ پېښې مخې ته راغلې وې خو په دې شمیره کې به یو ناساپه اضافه ولیدل شوه اؤ په دویم مارچ ۱۳۸۸ اؤ په څلورم مارچ ۱۵۱۹دکرونا وایرس پېښې مخې ته راغلې.

همدا شان دخالي به ورځ په ګرد هیواد کې د کرونا وایرس ۱۷۱۴ پېښې مخې ته راغلې وې اؤ داشمیره د دوؤ اوونیو نه هم په لږه موده کې د نیم په نیمه نه زیاته شوې ده.

پاکستان کې دا مهال یوازې ډاکټرانو اؤ هاغو روغتیایي مامورینو ته کرونا ضد ویکسین لګول کیږي چې ددې وایرس په ضد مبارزه کې په لمړي صف کې فعالیتونه کوي خو حکومت اعلان کړی چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به عامو خلکو ته هم دا ویکسین لګول پیل کړي.

په پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحاديې جنرل سيکرټري ډاکټر قېصر سجاد ويلي ، که د کرونا ضد هر ويکسين ولګول شي د هغې دا مطلب نه دی چې بيا به چاته کرونا نه کيږي يا دې دغه تن احتياط کول پرېږدي.

د حکومت لخوا په بندېزونو کې د نرمۍ په اړه ډاکټر قېصر سجاد وي او اې ډيوه ته ويلي وو د هغه په نظر حکومت لږه بېړه کړې ده ځکه چې د کرونا د لومړۍ څپې په مهال چې په ملک کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېرې لږې راکمې شوې وې بيا په بندېزونو کې نرمي شوې وه خو سمدست بيا د کرونا پېښې ډېرې زياتې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG