لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هائیکورټ په "ټیک ټاک"ټولنیزه رسنۍ بندیز ولګولو


پېښور هائیکورټ د لنډو ویډیوګانو خورؤلو د ټولنیزې رسنۍ ټیک ټاک دبندؤلو امر کړی اؤ ویلي یې دي په ټیک ټاک چې څنګه ویډیوګانې خوریږي دا زمونږ ټولنې دپاره دمنلو وړ نه دي.

دټیک ټاک ټولنیزې رسنیو په ضد محکمې ته د وکیلې نازش علي اؤ ساره مظفر لخوا دشوې عریضې یا خواست اوریدنه د زیارټ په ورځ دپېښور هائیکورټ مشر قاضي قیصر رشید کړې ده اؤ په دغه موقعه پاکستان کې دمیډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دڅار د دولتي ادارې پي ټي ای مشر اؤ مرستیال څارنوال محکمې ته وړاندې شوي دي.

د اوریدنې په مهال مشر قاضي قیصر رشید ویلي چې په ټيک ټاک کومې ویډیوګانې خوریږي هغه ټولنه کې بې حیایي خوروي اؤ باید دا ایپ یا رسنۍ سر دنن څخه وتړل شي.

په دغه مهال د پي ټي ای ډائریکټر جنرل محکمې ته ویلي چې هغوئ د ټیک ټاک مشرانو ته دغیراخلاقي موادو دکنټرول کولو دپاره عریضه کړې ده خو هغوئ تر اوسه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی .

مشر قاضي قیصر رشید د رسینو دڅار ادارې ته ویلي ترڅو چې دټیک ټاک مشرانو ستاسو په خواست عمل نه وي کړی اؤ ترهغې باید په سمدستي ټوګه دغه رسنۍ وتړل شي.

محکمې ویلي چې دټيک ټاک دلاسه زیات ځوانان اؤ پېغلې اغېزمنې کیږي اؤ ددې ایپ په اړوند چې کوم رپورټ ترلاسه کیږي هغه افسوسناک دی.

تر دې وړاندې تیرکال داکتوبر په میاشت کې هم د پاکستان ټیلي کمیونیکېشن ادارې په "ټیک ټاک" اېپ بندیز لګولی ؤ او ویلي یې وؤ چې په دغه ایپ دخوریدونکو د غیراخلاقي موادو په اړه ورته د خلکو له خوا ډېر شکایتونه شوي وو، خو ټیک ټاک ددغو موادو د لرې کولو غوښتنې نه وې منلې.

خو بیا وروسته اسلام اباد هائیکورټ دغه بندیز ختم کړی ؤ

په هغه مهال د”ټیک ټاک" انتظامیې هیله څرګنده کړې وه چې د پاکستان د اندېښنو ختمولو په خاطر د غیراخلاقي موادو د لرې کولو لپاره به زر یوه تګلاره وټاکي اؤ د ټیک ټاک چارواکو په دې اړه د پاکستان د مواصلاتو ادارې له مشر سره د ویډیو لینک له لارې خبرې اترې هم کړې وې.

ټیک ټاک د چین د یو مشهور ټولنیز نیټ ورک ایپ دی چې خلکو ته دلنډو ویډيوګانو،په سندرو دشونډو ښوځولو اؤ غبرګو ویډیو ګانو جوړولو اؤ خپرولو اجازه ورکوي

پاکستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې ټیک ټاک اېپ پکې ډاونلوډ کېږي او کارول کېږي.

د دې هېواد د مواصلاتو اداره وایي په پاکستان کې د میاشتې په حساب دوه کروړه خلک ټیک ټاک استعمالوي.

دلنډو ویډیوګانو خپرونکې رسنۍ ټیک ټاک دامریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې خلک کاروي اؤ دا ایپ شاوخوا دوه اربه ځله خلکو خپلو موبایلونو ته ښکته کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG