لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکې جارجیا ایالت کې دچاپۍ په خونو بریدونو کې اته کسان وژل شوي دي


دامریکې دجارجیا ریاست په اټلانټا اؤ یوه بله کلیواله سیمه کې د چاپۍ یا مساج په درېوؤ خونو ډزو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

په وژل شوؤ کې زیاتره ایشیایي میرمنې دي اؤ چارواکو د ډزو په شک کې یو ۲۱کلن زلمی نیولی دی.

دنهې په ماښام دشوؤ دې بریدونو دچیروکي کاؤنټی شیرف ودفتر ویاند کیپټن جی باکر ویلي د ډزو وړومبۍ پېښه ماښام پینځه بجې هغه مهال مخې ته راغلې چې د اټلانټا په سویل کې اکورتهـ کلي تر څنګ یو ستر پلورنځي کې د ینګ ایشین مساج پارلر دننه په ډزو پینځه کسان وویشتل شول.

هغه ویلي دې ډزو کې دوه کسان په ټکي مړه شوي اؤ درې روغتون ته رسول شوي چې هغوئ کې هم دوؤ د زخمونو توان نه دی راوړی اؤ مړه شوي دي.

ددې برید نه وروسته د موقعې څخه هیڅوک نه دي نیول شوي.

د ویاند په وینا له دې پېښې لږه شیبه وروسته د اټلانټا سره نزدې د بک هیډ په سیمه کې پولیس د مساج یا چاپۍ په یوه بله خونه د ډاکې خبر ترلاسه کړو اؤ کله چې پولیس دغلته ورسیدل نو په ګولیو د درېوؤ ویشتل شوؤ میرمنو مړي په لاس ورغلي دي.

کله چې ددغه پېښې دخبر په ترلاسه کولو پولیس دبرید ځائ کې ولاړ وؤ نو ددې سره په نزدې یوه بله کوڅه کې یې هم په مساج سینټر د ډزو اطلاع ترلاسه کړه.

د رپورټ له مخې کله چې پولیس دغلته ورسیدل نو هلته یې هم په ډزو د وېوې وژل شوې میرمنې مړی ترلاسه کړی دی.

داټلانټا دپولیسو مشر روډني برائنټ ویلي د وژل شوؤ تړاؤ په احتمالي توګه د ایشیاء سره دی.

چارواکي وایي چې د ډزو ددې پېښو نه وروسته یو شکمن تن ددې بریدونو په شک کې نیول شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG