لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:افغانستان کې امن دټولې سیمې دامن ضمانت دی


دپاکستان دپوځ جنرال قمر جاوید باجوه وایي افغانستان کې دامن ټینګښت دټولې سیمې دامن ضمانت دی،همدا لامل دی چې پاکستان په دغه هیواد کې دامن د ټینګښت دپاره مهم کردار لوبوي.

اسلام اباد کې د ملي امنیت په اړه دخبرو راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې جنرال قمرجاوید باجوه ویلي پاکستان دخپلو ګاونډي هیوادونو سره ټولې شخړې په پرامنه توګه اؤ باوقاره مذاکراتو هوارؤل غواړي.

هغه وویل دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دتړون دپاکستان په هڅو شوی دی اؤ تر دې دورسته هم پاکستان په افغان سوله کې خپل غوره رول لوبوي.

جنرال قمر جاوید باجوه وایي دپاکستان اؤ افغانستان په ګډو پولو دسوداګرۍ مارکیټونه جوړ کړل شوي چې دا دواړو هیوادونو په ګټه دي

نوموړي وویل نن نړۍ په بیلابیلو شکلونو دترهګرۍ سره مخ ده اؤ مونږ دترهګرۍ له مینخه وړلو دپاره د یوې اوږدې مبارزې نه وروسته منزل ته نزدې شوي یو.

هغه وویل په موجوده حالاتو کې پاکستان دیو شمیر ننګونو سره مخ دی اؤ له دې چیلنجونو یا ننګونو څخه د وتلو دپاره دسیمې اؤ نړۍ همکارۍ ته اړتیا ده.

دپوځ سرلښکر وویل پاکستان دسیمې یو مسول هیواد دی اؤ دامنیتي ګواښونو باوجود ددفاع په چارو ډير کم لګښتونه کوي.

هغه دعوه وکړه چې هرڅو که پاکستان ته د تیري کوونکي ګاونډي(هند) له لوري دامنیت ګواښونه پیښ دي خو بیا هم پاکستان د وسلو په زغل کې نه دی ورګډ شوی اؤ ددې وجه داده چې په امنیت دلګښتونو دپاره د انسانانو دترقۍ یا پرمختیا قرباني ورکول وي.

خو دجنرال باجوه ددې دعوې برعکس داسټاک هوم انټرنیشنل پیس ریسرچ انسټي ټيوټ لخوا خپور شوی تازه رپورټ کې دعوه شوې چې پاکستان دنړۍ هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې دخپل کلیز بجټ زیاتې پیسې بهر نه د وسلو په راغوښتلو مصرفوي.

داقتصادي چارو کار پوهه پروفیسر منظور احمد اوړمه ورځ ډیوه ته ویلي وؤ پاکستان دا مهال دخپل کلیز بجټ یوه لویه برخه د بهر نه داخستل شوؤ پورونو په سود کې ورکوي اؤ په داسې حال کې د وسلو اخستو مصرفونه په پاکستان دا مالي بارونه نور هم سیوا کوي.

جنرال باجوه دې دستورې ته خپله وینا کې زیاته کړې دده چې دپاکستان اؤ هند ترمنځ د تاؤ تریخوالي ستر علت دکشمیر شخړه اؤ ترڅو چې دا ستونزه په منصفانه ډول هواره کړل شوې نه وي،سیمه کې ترهعې دامن ټینګښت ناشونی دی.

څېړونکي وایي هند اؤ پاکستان دواړه دخپل منځي لانجو له امله هغه هیوادونو کې شمیر دي چې دخپل بجټ لویه برخه د وسلو په اخستو مصرفوي خو که دکشمیر دلانجې څه هواری را اوځي نو دا دواړه هیوادونه د وسلو په اخستو مصرفونکې پیسې دخپلو اولسونو په ښېګړه اؤ پرمختیا مصرفولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG