پاکستان
دځواکونو په نه ویستو امریکا سختو پایلو سره مخ کیدای شي،دبائیډن بیان ته دطالبانو غبرګون

افغان طالبانو د امریکا د صدر جو باېډن بیان ته خپل غبرګون کې ويلي چې د افغانستان نه د ځواکونو په ویستلو کې د پاتې راتلو په ترڅ کې امریکا د سختو پاېلو سره مخ کیدی شي.
د امریکا صدر جو باېډن تېره ورځ د ای بي سي نيوز سره مرکه کې ویلي وؤ، د افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو وتل د مئ په وړومبۍ نېټې کېدی شي خو ګرانه به وي.
هغه ویلي وؤ که چرې امریکا ته افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو نېټه غځول وي نو دا به ډېره لېرې نه وي.
څېړونکي د جو باېډن دا بیان په طالبانو د فشار هڅه بلي او وايي امریکا به غواړي چې د طالبانو څخه نور رعایتونه ترلاسه کړي.
د امریکا صدر جو باېډن د ای بي سي نيوز سره مرکه کې ویلي د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په مهال شوې لوظنامه ډېره ښه نه وه او دا لوظنامه په کوټلو خبرو نه وه ولاړه.
افغان طالبانو د امرېکايي صدر دغه تازه بیان ته په خپل غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان نه د ځواکونو په ویستلو کې د پاتې راتلو په ترڅ کې امریکا د سختو پاېلو سره مخامخ کېدی شي.
ای اېف پي خبري اژانس د طالبانو د ویاند ذبيح الله مجاهد د قوله وايي چې امریکا له د دوحې د تړون په اساس خپله قبضه ختمول پکار دي او زياتوي باید چې امریکا د مئ د وړومبۍ نېټې پورې د خپلو ځواکونو د وېسلتو عمل بشپړ کړي.
ذبيح الله مجاهد دا هم ویلي که امریکا د کوم عذر له کبله داسې ونکړی شول نو بيا به هغه د پاېلو په خپله ذمه واره وي.
د امريکا صدر جو باېډن په ضمني توګه له افغانستان نه د امريکايي پوځونو وتلو کې د ځنډ دا خبره داسې وخت کې کړې ده چې نن په روس کې د افغان دولت، طالبانو، امریکا، چین، پاکستان او روسيې داستازو په ګډون ېوه غونډه پېلېږي.
تمه کیږي چې دې غونډه کې به د افغان سولې بهیر د چټکتیا په لارو چارو بحث وشي.
تیرکال دپخواني امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې طالبانو سره دوحه کې دسولې تړون کړی ؤ له مخې به یې امریکا ته د راتلونکي مئ میاشتې پورې افغانستان څخه خپل ځواکونه ویستل اؤ طالبانو ته ځان دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه جلا کول اؤ بین الافغاني خبرو ته کښیناستل وؤ.
په دې لوظنامه د یو کال نه زياته موده وشوه او تر اوسه بېن الافغاني مذاکراتو کې هېڅ قسمه پرمختګ نه دی لیدل شوی او په افغانستان کې مرګ ژوبله کې هم څه کمی نه دی راغلی.
څېړونکي دصدر بائیډن لخوا افغانستان څخه دځواکونو د ویستلو دنیټې غځولو دا اوسنی اعلان په طالبانو دفشار هڅه بولي او وايي امریکا په داسې کولو د طالبانو څخه نور رعایتونه ترلاسه کول غواړي.
د افغانستان په کشاله ژور نظر لرونکی څېړنکار او خبريال رحيم الله يوسفزۍ وايي د امريکا د صدر لخوا د طالبانو سره شوې لوظنامې ته د بيا کتنې د اعلان وروسته دا امکانات وؤ چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونه به د مئ د وړومبۍ نېټې پورې ونه اوځي.
وي او ای ډیو سره خبرو کې هغه ویلي امریکا به د طالبانو نه څه نور رعاېتونه وغواړي،ترڅو هغوئ پابند کړي چې د دوحې دتړون په کړو لوظونو عمل وکړي لکه القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ختمې کړي، حملې کمې کړي او چې کومې دامن خبرې کېږي هغې کې سنجيدګي وښایي.
د دفاعي چارو څېړنکار او د پاکستان د پوځ پخوانې افسر برګېډېر رېټاېرډ سعيد نذېر وايي د باېډن بیان طالبانو ته يو پېغام دی.
ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي ددې بیان يو مقصد دا هم کېدی شي چې طالبان اور بند ته تېار کړي.
هغه واي طالبانو ته معلومه ده چې هوايي طاقت امریکا سره دی او دا کره ده که جنګ ګرمېږى نو دغه هوايي طاقت طالبانو ته نقصان رسولی شي نو که طالبان ډز بندې ته غاړه کېږدي بیا امکان شته چې امریکا په ټاکل شوې نېټه خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
څو ورځې وړاندې د امریکا لخوا افغان حکومت او دسولې فريقېنو ته لېږل شوي لیک کې د امریکا خارجه وزیر انتوني بلنکن ښکاره کړې وه چې د ځواکونو د ويستلو نېټه په خپل ځائ موجوده ده.
په دغه دستاویز یا لیک کې د اور بند او شراکتي حکومت خبرې هم شاملې وې.
See all News Updates of the Day
پېښور کې د موبايلونو دوکانداران: زياتو ټېکسونو او ډالر ګرانېدو یې کاروبار په ټپه ودرولی

پېښور کې د بهرنيو موبايل ټيليفونو کاروبار کوونکي وايي د زياتو ټېکسونو او ډالر د نرخ ګرانېدو سره یې کاروبار سخت اغېزمن شوی دی او موبايل اخستونکي وايي د موبايل اخستو توان یې ختم شوی دی.
د پېښور صدر بازار د خېبر پښتونخوا د بهر ملکي موبايل ټیليفونو تر ټولو لوی مارکيټ ګڼلی شي.
ساجد الله د تېرو اته کالو راهسې د ايي فون موبايلو کاروبار کوي، وايي د ګرانۍ له امله اوس د کاروبار خوند نشته.
"غټه مسله د ډالر ده ورځ په ورځ د ډالر نرخ په بره روان دی نو له دې وجې ډېره مسله ده، اېمپورټ بند دی سټاک نه راځي او چې کله کوم سټاک راشي هغه د غټو کاروباريانو سره وي هغوی یې د خپلې مرضۍ په قيمت راکوي او کله چې مونږ ګاهک ته ورکوو نو هغوی پرې لانجې کوي نو په خرڅولو او اخستو کې یې ډېر فرق راغلی دی او زمونږ په امروزه کاروبار ډېر اثر پرېوتی دی".
د پېښور بلور پلازې او نورو مشهورو موبايل مارکيټونو دوکانداران وايي د تېر کال يو نيم راهسې یې کاروبارونه قابو په ټپه ولاړ دي او ګاهک ډېر کم کوز په نظر راځي.
د پېښور کجندر سينګ هم د موبايلو سوداګر دی، وايي "کال وړاندې مارکيټ ښه وو مال ارزان وو کسټمر به په ډېر شوق سره سيټ [موبايل] اخستو او خرڅولو به يې اوس چې کله کسټمر سيټ خرڅ کړي نو بيا ورسره بل اپشن نه وي چې بل موبايل واخلي ځکه چې په هغه رېټ ورته بيا بل نه ميلاويږي".
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] د خبر ترمخه د شمارياتو دولتي ادارې ویلي، چې د روان مالي کال (2022-23) په وړومبو لسو مياشتو کې د تېر کال په مقابله کې په هېواد کې د موبايلو ټيليفونونو په راغوښتو کې 73.84 فيصده کمی راغلی دی.
د شمارياتو ادارې زياته کړې، د 2022-23 د اپريل او جولايۍ ترمينځه د 473.287 ملينه ډالرو موبايلونه د بهر څخه راغوښتل شوي او په هم دغه موده جولايۍ او اپريل (2021-22) کې د 1809.219 ملينه ډالرو موبايلې راغوښتل شوې وې، او په دې کې 73.84 فيصده کمی راغلی دی.
په رپورټ کې ویل شوي يواځي روان کال د اپريل په مياشت کې د بهر څخه راغوښتونکو موبايلونو کې 95.03 فيصده کمې ليدل شوی دی.
د پېښور د صدر بازار موبايل مارکېټ ته موبايل اخستو له راغلي کسان وايي موبايلونه اخستل یې د توان نه بهر شوي دي.
محمد عثمان چې د ايي فون موبايل اخستو له مارکیټ ته راغلی وايي "نرخونه ډېر سېوا دي غريب سړی یې نه شي اخستی ما په خپله لږ ډېر وسېونګ کړی يا پېسې بچ کړې وې خو موبايل مې وانخستو واپس کور ته روان يم".
محمد داود نومې دوکاندار ويلي، پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ په موبايلونو د حد نه سېوا ټيکسونه لګولي دي.
"په ايي فون 12 فرو مکس وړاندې 80000 روپۍ ټېکس وو نن سبا په دې 150000 روپۍ ټيکس دی دغه استعمال شوی موبايل اوس په 260000 روپۍ دی او وړاندې په 210000 روپۍ مونږ خرڅولو".
د موبايلونو کاروباريان وايي دنده یې په ټپه ودرېدلې ده.
پاکستان: د صدر د لاسليک وروسته د سپريم کورټ فېصلو ته د بيا کتنې قانون جوړ شوی

د پاکستان صدر عارف علوي د سپريم کورټ [ريويو اف ججمنټس او ارډر قانون 2023 يا فېصلو ته د بيا کتنې قانون] لاسليک کړی او رسمي قانون جوړ شوی دی. صدر علوي د جمعې په ورځ دغه قانون لاسليک کړی دی.
راپورونو وايي د ياد قانون د ارټيکل 184/3 لاندې اورل شوو فېصلو ته به د بيا کتنې خواست کولی شي.
ويل شوي د سپريم کورټ لارجر بنچ به د بيا کتنې د خواست اورېدنه کوي او ياد قانون به په تېر وخت کې اورول شوو فېصلو باندې هم لاګو وي.
پاکستاني مطبوعات وايي، د ياد قانون جوړېدو وروسته پخوانی وزيراعظم نواز شریف او جهانګير ترين هم د خپلو نااهليانو ضد خواستونه کولی شي.
د پاکستان سپریم کورټ د کال 2017م په 27 جولايۍ د هغه وخت وزیراعظم نوازشریف د پاناما قضیه کې د ټول عمر دپاره نااهله ګرځولی او د خپلې دندې نه يې ګوښه کړی وو.
سپریم کورټ وزیراعظم ته امر کړی وو چې په سمدستې توګه خپله څوکۍ پریږدي.
او بيا سپريم کورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هغه وخت مشر غړی او مخکنی سيکرټري جنرل جهانګير ترين چې د قامي اسمبلۍ غړی وو، هم د کال 2017م په 16م دسبمر نااهله کړی وو.
د سپريم کورټ فېصلې ته د بيا کتنې قانوني مسوده تېره میاشت قامي اسمبلۍ منظوره کړې او روانه میاشت یې برني اېوان سېنېټ هم منظوري ورکړې وه.
په ياده قانوني مسوده کې کې بدلون شوی او ویل شوي وو د فېصلې ضد په خواست اورېدنه به د فېصلې اوروونکي بنچ نه غټ بنچ کوي. او خواست کوونکی به د وکیل بدلولو حق هم لري.
او د فېصلې ضد د بيا کتنې خواست به په 60 ورځو کې کولی شي.
راپورونه وايي د سپريم کورټ فېصلې ته د بيا کتنې د قانون جوړېدو وروسته نن سپريم کورټ په پنجاب کې د انتخاباتو د فېصلې بیا کتنې خواست باندې اورېدنه هم د جون د لومړۍ نېټې پورې ځنډولې ده.
جنوبي وزیرستان: د ملېشې ځواک تښتول شوی ټېکدار وژل شوی

د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمې بر جنوبي وزیرستان کې د ملېشه ځواک ټېکدار د تښتولو وروسته وژل شوی دی. تیره ورځ په مکین سیمه کې مسید قام د ناامنۍضد جرګه کړې او د امنیت د ټینګښت غوښتنې یې کړې وې.
پولیس تازه پېښه تاييد کړې او ویلي یې دي خزان ګل نومې ټېکدار د بر جنوبي وزیرستان مکین تحصیل باندخېل سیمې څخه اغوا کړل شوی او نن یې د کوټما کړمې له غرونو څخه په ګولو د هغه وېشتل شوی مړی ترلاسه شوی دی.
د مکین ټانې چارواکي وایي د وژل شوي تن کورنۍ ورته ویلي چې د یکشنبې په شپه تر لسو زیاتو وسله والو کسانو هغه د کوره تښتولی وو.
دوی ویلي د چا سره شخصي دوښمني نه لري او د نامعلومه کسانو خلاف یې مقدمه درج کړی شوې او پولیس وايي پلټنې یې پېل کړي دي.
د پولیسو په وینا وژل شوی ټکېدار د ملېشه ځواک سره کنټریکټر وو او د امنیتي عسکرو پوستو او قلعو ته به یې خوراکي توکي، اوبه او نور د ضرورت څيزونه رسوول.
پرون د مکین سیمې په مرکز کې د مسیدو قامي جرګې د علاقې په امنیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې وو د عملیاتو په نوم دا سیمه بیا چاته نه پریږدي.
د جرګې یو غړي جمال مالیار ویلي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته بیا د ناامنۍ سره مخ دي او په علاقه کې قلنګ غوښتل، هدفي پېښې، پوځ او وسله والو ترمینځ عملیاتو پرمهال نښتې معمول جوړ شوی او په علاقه کې د ویرې فضا خوره ده.
هغه وویل اته کاله د کډوالۍ ژوند تیرولو ورسته دوی ته ویل شوي دا سیمه د هر قسمه ناامنۍ څخه پاکه کړل شوې خو د علاقې امنیتي حالت اوس هم ترينګلی دی.
هغه تور پورې کړو د عملیاتو پرمهال عام ولس ځورول کیږي چې د علاقې په کاروبار او عادي ژوند یې بدې اغیزې کړي دي.
د پاکستان پوځ په کال 2009 م کې د هغې وخت طالبانو مشر بېت الله مسید د سلګونو پلویانو پرضد راه نجات عملیات کړي او پوځ دعوی کړې د عملیاتو پرمهال یې وسله والو ته پراخه ضربونه لګولي چې له امله دا سیمه د هر قسمه ترهګرو څخه پاکه ګرځول شوې وه.
په مکین کې د مسیدو د جرګې یو بل غړي شېر پاو اېډوکېټ ویلي جرګې پرېکړه کړې چې د علاقې خلک به بیا د عملیاتو په ترڅ کې خپلې سیمې نه خالي کوي او شل کسیزه یوه ډله یې جوړه کړې چې هغه به د قامي جرګې په استازیتوب د صوبې کور کمانډر او د پاکستان د پوځ مشر سره ویني او هغوی سره به دا د امنیت ستونزې شریکوي.
د علاقې حکومتي او پوځي چارواکي وایي د علاقې حالات په قابو کې دي.
د بر جنوبي وزیرستان انتظامي مشر مرستیال کمشنر اشفاق خان وایي د پاکستان پوځ او حکومت هڅه کوي چې زر تر زره دغلته امن په ځای شي په دې وروستیو کې یې انټرنېټ روان کړو او دغلته چې د ناامنۍ د وجې کومو خلکو علاقې پریښودې هغه خپلو سیمو ته راستانه شي چې دا علاقه یو ځل بیا اباده شي او ځایي خلک پکې د خوشحالۍ سره د امن ژوند تېر کړي.
خېبر: د پوليو په ټيم برید کې ژوبل پوليس اهلکار ژوند د لاسه ورکړی

د خېبرپښتونخوا پوليس ویلي، د خېبر په تيرا کې د پوليو په ټيم د نامعلومو شرخو په بريد کې ژوبل شوي پولیس اهلکار ژوند د لاسه ورکړی دی.
د زيارت په ورځ په تيرا کې د پوليو ټيمونو ساتنې ته روانو پوليسو باندې نامعلومو وسله والو ډزې کړې، درې پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي وو.
تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې وه.
د خېبرپښتونخوا پوليسو تېره شپه ويلي، د شرخو په ډزو کې ژوبل پوليس کانسټېل طيب افريدي د زخمونو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
د زيارت په ورځ د خېبر پوليسو يو چارواکي وي او اې ډیوه ته د نوم ښکاره کولو په شرط ويلي وو، "د کمرخېل په تختکي سيمه کې پوليس نفري چې شمېره یې د 28 پورې وه، د پوليو ټيمونو ساتنې له روانه وه، په لاره کې پرې نامعلومو کسانو د غټو او وړو وسلو د لارې ډزې" کړې وې.
هغه ويلي وو د "پولیسو ځوابي ډزو کې حمله کوونکي یې په شا تمبول شوي او ځانونه یې بچ کړي خو درې پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي وو.
تحریک طالبان پاکستان د تيرا په ملک دين خېل مېر دره کې په پوليسو د بريد زمه واري منلې ده.
د خېبر پښتونخوا په نوښار، پېښور، سوات، هنګو،کرک، باجوړ، خېبر،کوهاټ، مهمند، اورکزو او چارسدې سره د افغان کډوالو په کېمپونو کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين په 22 مې پېل شوی وو.
په 19مه مې د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم باندې وسله وال بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوی وو.
پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي چې د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.
په 26 مې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع هنګو کې يو ځل بيا په ماحولياتي نمونو کې د پوليس وايرس تصديق شوی دی له دغې وړاندې په اپرېل کې هم د دغه ځای نه د پوليو وايرس د تصديق ويل شوي وو.
د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي وو د وايرسو جينياتي تعلق د افغانستان په ننګرهار کې د وايرسو په څېر دی.
په 13مه مې پروګرام ويلي وو، په کوز جنوبي وزيرستان کې په ماحولياتي نمونه کې د پوليو وايرس تصدیق شوی دی. او له دغې وړاندې ويل شوي وو سږ کال لومړۍ مثبته ماحولياتي نمونه په جنوبي وزيرستان کې ترلاسه شوې وه.
پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځينې پېښه په بنو کې رپورټ شوې ده.
په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.
عمران خان دعوه کړې، په جېلونو کې د ښځو د جنسي ځورولو اطلاعات دي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په يو ټویټ کې دعوه کړې، "اوس داسې اطلاعات په تېزۍ سره ترلاسه کيږي، په جېلونو کې د ځينو ښځو په جنسي توګه چېړلو سره د هغوی د ځورولو لړۍ روانه ده".
هغه تور لګولی، د ګوند ښځينه غړې یې ځکه نيول کيږي او ويرول کيږي چې د سړو د سياسي هلو ځلو حوصلې یې ماتې شي.
خو په پنجاب کې نګران حکومت د نيول شوو ښځو سره د ناروا سلوک خبرې ته دروغجنه پروپېګنډا ويلي دي.
د خالي او اتوار په مينځنۍ شپه کې د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په يوه خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې استخباراتي ادارو داسې ريکارډنګ رانيولی، په هغې کې منصوبه بندي کېده چې د تحریک انصاف د يو ګوند په کور چهاپه ووهل شي د وينې توېدو هڅه وشي او بل دا چې جنسي تېری وشي.
نوموړي تور لګولی په وينې توېدو د بشري حقونو سرغړونه کېده او د جنسي تيري تور به په قانون نافذونکو ادارو لګول کېدو او دغه خبره به بيا په نړيواله کچه پورته کول کېده.
د شپې نزدې په دولس نيمې بجې خبري غونډه کې رانا ثناالله ريکارډنګ نه وو وړاندې کړی او نه یې د تحریک انصاف ګوند د کوم غړي يا مشر نوم ويلی وو چې په کور به یې چهاپه چرته وهل کېده، خو ويلي یې وو دغه خبري غونډه یې د سازش شنډولو او ښکاره کولو دپاره وکړو.
تېر ماسخوتن عمران خان په يوه وېنا کې ويلي وو د رانا ثناالله د خبري غونډې وروسته یې شک نه دی پاتې شوی، "چې د تحریک انصاف غړې څنګه نیول شوي په جېلونو کې اچول شوي او دوی ته خبرونه ترلاسه چې د هغو سره څنګه سلوک کيږي او په هغو د جنسي تيري خبرې اورېدل کيږي".
خو په پنجاب صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير عامر مير د نيول شوو ښځو سره د ناوړه سلوک پروپېګنډې ته دروغجنه ويلي دي.
هغه زياته کړې په "نهمه مې د شرخوښو په بریدونو کې ککړو ښځو سره هيڅ بدسلوکي نه ده شوې".
عامر مير ویلي، "د نهمې مې په پېښو کې ټولې 32 ښځې نيول شوي او د ترهګرۍ په پېښو کې ککړو نيول شوو 32 ښځو کې 21 خوشې کړی شوي او 11 په جوډيشل ریمانډ د پنجاب په جېلونو کې دي".
عمران خان تور لګولی د رانا ثناالله خبرو مطلب يوه ويره ده، "چې ښځې د جېل نه وځي هغه به حال اووايي او بل دا چې داسې څه شوي دي چې سمبالولی یې نه شي او که هغه خبره کيږي د وړاندې نه ورته تیاری کوي چې دا سازش وو".
عمران خان، عدالت ته خواست کړی چې کومو ښځو پرامنه احتجاج کړی هغه دې خوشي کړی شي او د پېښو د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي.
د تحریک انصاف ګوند مشر بيا دعوه کړې، "حکومت زمونږ د ګوند د 23000 غړو فهرست جوړ کړی او 10000 په جېلونو کې دي".
خو د جمعې په ورځ د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي.
هغه ويلي وو، د ترهګرۍ په قضيو کې په ټول ملک کې 3946 کسان نيول شوي، په پنجاب کې 2588 کسان او خېبرپښتونخوا کې 1099 کسان نيول شوي دي، نوموړي زياته کړې په نورو قضیو کې 5536 کسان نيول شوي په هغو کې 80 فيصده په ضمانت خوشي شوي دي.