لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په موټروی دجنسي تیري پېښه کې ککړو دواړو مجرمانو ته دمرګ سزا اورؤل شوې


دلاهور دترهګرۍ دمخنیوي محکمې په موټروی د یوې میرمنې د عزت لوټلو په جرم کې ککړو دوؤ مجرمانو ته دتېزندۍ دسزا پرېکړه اورولې ده.

دا پرېکړه د خالي په ورځ دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې قاضي ارشد حسین بهټه دلاهور به کیمپ جیل کې دشپږو میاشتو دعدالتي کارروایۍ نه وروسته اورولې ده.

محکمې په دې جرم کې ککړو دوؤ مجرمانو عابد ملهی اؤ شفقت ته د تیزندۍ د سزا ترڅنګ د‌پنځوس،پنځوس زره روپیو د جرمانې سزا هم اورولې ده.

تیرکال په نهم دسمبر د لاهور سره نزدې ګوجر پوره سیمه کې دشپې مهال په موټر وی یوې میرمنې ته موټر کې تیل خلاص شوي وؤ اؤ هغه دخپلو ماشومانو سره خپل موټر کې د مرستې په انتظار ناسته وه چې دپولیسو د وینا له مخې په دغه مهال دوه کسان راغلي اؤ په هغې یې نزدې ځنګل کې دهغې دبچو دسترګو وړاندې جنسي تیری کړی ؤ.

وروسته پولیسو د ډي این ای ټيسټ په اساس دغه دواړه کسان نیولي وؤ اؤ هغوئ پولیسو ته منلې وه چې دیادې میرمنې عزت یې لوټلی دی.

دیادې پېښې په ضد ګرد پاکستان کې احتجاجي مظاهرې شوې وې اؤ دې غوښتنې زور نیولی ؤ چې دچا دعزت په لوټلو کې ککړو مجرمانو ته باید سرعام تیزندي ورکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG