نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) پاکستان ته د 500 ملينه يا 50 کروړه ډالرو د قسط منظوري ورکړې ده، دا منظوري پرون د شورو/چارشنبې په ورځ ورکړی شوې ده.
د رویټرز ترمخه دا 500 ملينه ډالره د هغه شپږ اربه ډالرو د قرضې د پروګرام برخه ده چې ايي اېم اېف يې په کال 2019 کې منظوري ورکړې وه.
د ايي اېم اېف پاکستان ترمخه نړيوالې ادارې د کال 2019 د جولايي په درېمه نېټه پاکستان ته د فنډ غځولو منظوري ورکړې وه.
د نړیوالې مالياتي ادارې مرستیالې مشرې انتونېټ سيا ویلي،
پاکستان چارواکو د فنډ ترلاسه کولو په لړ کې پرمختګ کړی او دوی پرې د اطمينان څرګندونه کړې ده.
هغې ویلي، د کرونا وبا په مهال چې که څه هم ډېر چېلنجونه رامخې ته شوي او د پاکستان په اقتصادي پاليسو ټکونه هم شوي خو ورسره دوی د خلکو د ژوند د ژغورولو دپاره کار هم کړی دی.
مالياتي ادارې پاکستان ته دغه منظوري وروسته له هغې ورکړې چې مالياتي ادارې ویلي پاکستان د مالي کال 2016 ريکارډ سم کړی دی.
ایي اېم اېف ويلي، چې پاکستاني چارواکو د ادارجه جاتي کمزورتياو د قابو کولو، د پېسو د انتقال ترمنځه د رابطو په لړ کې د مسلو د هوارولو دپاره ګامونه پورته کړي دي.
ادارې ویلي پاکستان د اقتصاد د ثبات په لړ کې ځينې سختې فېصلې کړي دي.
ویل شوي پاکستان د بجلۍ بلونه سېوا کړي، 140 اربه روپۍ ټېکسونه يې لګولي او سټېټ بېک یې خپلواکه کړی دی.