لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دبجلۍ اؤ دامدن دټیکس څانګو کې په عام ولس 850 اربو روپو اضافي بوج اچول کیږي


د پاکستان مرکزى حکومت په امدن دټیکس ترميمى ارډيننس او د نېپرا ترميمى ارډيننس په نوم دوه ارډېننسونه یا صدارتي حکمنامې جاري کړې چې ورسره حکومت ته د بجلۍ د نرخونو د نور سېوا کولو واک ترلاسه شو او ددې ترڅنګ د هېواد بېلابېلو څانګو ته ترلاسه د 150, ارب روپو دانکم ټېکس استثنا ختمه شوه.

د پاکستان صدر عارف علوى لخوا تېره شپه لاسلیک کړل شوې دا دواړه صدارتي حکمنامې به په سمدستي توګه نافذ کېږي.

څېړونکي وايي حکومت دا ګامونه د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف د شرطونو لاندې پورته کړي او دې سره به د بجلۍ په صارفينو د 700 ارب روپو اضافي بوج پرېوځي.

حکومت مخالف سياسي ګوندونه ددې حکومتي ګام مخالفت کوي او دا ردوي.

ددې ترڅنګ د نېپرا ترميمى ارډيننس په ذريعه حکومت ته د بجلۍ په څانګه کې د اضافي سرچارچ لګولو، او د بجلۍ د نرخ لا نور سیوا کولو واک هم ترلاسه شو.

مطبوعات وايي په نېپرا اېکټ کې د ترميمى ارډيننس د لارې حکومت به وتوانېږي چې د 40 پېسو اضافي سرچارج ولګوي او په راتلونکو دوؤ کلونو کې د بجلۍ يونټ تر 5 روپو پورې ګران کړي.

څېړونکي وايي دې سره به د بجلۍ په صارفينو باندې يوازې د سر چارج په مد کې د 150 ارب روپو اضافي بوج پريوځي.

هم دا راز ددې ارډيننس د لارې به نېپرا ته هم د بجلۍ د نرخ ټاکلو په لړ کې خپلواکي تر لاسه شي.

دا شان حکومت د انکم تېکس د ترميمى ارډيننس د لارې بېلابېلو څانګو ته ترلاسه د 150 ارب روپو استثنا هم ختمه کړه او څېړونکي وايي چې حکومت داسې د ايي ایم اېف شرط پوره کړو.

دحکومت مخالف ستر ګوند مسلم لیګ( ن )مخکښ مشر او پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي مېډيا سره د جمعې په ورځ خبرو کې وویل د نړۍ ترټولو ګرانه بجلي نن په پاکستان کې ترلاسه کیږي.

هغه وايي حکومت د يونټ په سر د بجلۍ نرخ کې پینځه روپۍ اضافه کړې ده او چې دې سره د حکومت لخوا منظور کړی شوې نورې یوه روپې او شل پېسې جمع شي نو د يونټ قيمت 35 روپۍ ته رسېږي او راتلونکي د بجلۍ بلونه به هم په دې حساب راځي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د بجلۍ څانګه د نقدو پېسو د ضایع کېدو سېکټر دی او دا مسله تش د بجلۍ د نرخ په زياتېدو سره نه هوارېږي.

هغه وايي چې کله د بجلۍ په نرخ کې اضافه کېږي نو ورسره ددې غلا هم زياتېږي او عام تن ته چې د بجلۍ بل جمع کول مشکل شي نو هغه به غلا کوي.

د خېبر پښتونخوا د مردان ضلعې د ماربلو د کارخانې مالک او د ماربل ماېنز اېنډ انډسټريز ډوېلپمنټ سازمان چېرمین محمد سجاد خان ډيوه سره خبرو کې دا دواړه حکومتي ارډيننسونه يو وړوکی یا مني بجټ ګرځوي.

هغه وايي چې د بجلۍ په يونټ کې د لسو روپو اضافه وشوه نو چې يوه کارخانه د مياشتې یو لک يونټې بجلي خرچ کوي نو ددې بل به اته لکه روپو ته رسېږي او دا اته لکه روپۍ به د کارخانې په پېداوار پسې اچوي او دې سره د پېداوار لګښت هم سیوا کېږي.

هغه وایي ددې حکومتي ګام له امله به د خلکو د څېزونو د اخستلو طاقت ختمېږي، ګراني به سېوا کېږي او برامدات به هم اغېزمن کېږي.

په انکم ټېکس ترميمى ارډننس کال 2021 کې 75 بدلونونه راوستل شوي خو په دې کې د شوکت خانم مېموريل ټرسټ په ګډون 62 خېريه ادارو ته تر لاسه انکم ټېکس استثنا پرځائ ساتل شوې ده.

مطبوعات وايي چې حکومت د ايي ایم اېف په غوښتنه د هېواد مرکزي بانک ته د خود مختارۍ ورکولو لپاره هم تېاري په پام کې نیولې ده او د ترميمى اېکټ مسوده یې چمتو کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG