لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د کرونا درېمه څپه ډېره خطرناکه ده او پاکستان ته ويکسين نه مېلاويږي


Imran Khan
Imran Khan

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، په نړۍ کې د کرونا ويکسين کموت جوړ شوی دی او نړۍ چې پاکستان ته د ويکسينو ورکولو ویلي وو هغه اوس پاکستان ته نه مېلاويږي ځکه چې کوم ملکونه ويکسين جوړوي هلته کم شوي دی ځکه غوره ده چې د اوس نه خلک احتياط وکړي.​

عمران خان په يو ویډيوي پېغام کې ويلي،په پاکستان کې د کرونا راغلې درېمه څپه ډېره خطرناکه ده، هغه په خلکو غږ کړی ماسک واچوئ او احتياط وکړئ.

خان ویلي د کرونا د درېمې څپې نه ده مالومه چې کوم ځای ته رسي، د وړاندې نه روغتونونه ډک دي د درېمې څپې وايرس د انګلېنډ نه راغلي دي او د انګلېنډ نه خلک لاهور، اسلام اباد او پېښور ته راغلي او هلته دا وايرس په تېزۍ سره خوريږي.

نوموړي په خلکو غږ کوي چې ډېر احتیاط وکړي ماسک واچوي. هغه ويلي ملک نه شي بندولی ټولبند (لاک ډاون) نه شي کولی ځکه چې د پاکستان سره هغومره وسايل نشته چې خلک بند کړي بيا ورله خوراک ورکړي او خیال يې وساتي.

عمران خان ويلي خبر دی چې خلک د کرونا پروا نه کوي خو بيا يې غږ کړی چې دا وبا په کوم حساب په تېزۍ سره خوريږي روغتونونه به ډک شي.

هغه زياته کړې يو کال يې په خپله پوره احتياط کړی واده ته نه دی تلی رسټورانټ ته نه دی تللی زياتره يې ماسک يې اچولی ځکه په لومړو دوه څپو کې بچ پاتې شوی خو د سېنېټ په انتخاباتو کې ترې بې احتياطي شوې او کرونا وايرس ورته ورپورې شوي وو.

عمران او ښځه يې دواړه په کرونا وايرس اخته شوي وو.

د پاکستان وزیراعظم دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په تيره اوونۍ کې په پاکستان کې د کرونا څخه د مړینو کچه سېوا شوې ده.

په تیرو 24 ساعتونو کې په ملک کې نور 41 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

په پاکستان کې په 27م مارچ 57، په 26م 67، په 25م 63، په 24م 63، په 23م 30 او په 22م 72 کسان مړه شوي وو.

په ملک کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 14زره 256 کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې په کرونا وایرس شپږ لکه، 59 زره 116 کسان اخته شوي او پينځه لکه 98زره 197 ترې ښه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG