لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان صدر عارف علوي اؤ ددفاع وزیر پرویز خټک هم په کرونا وایرس اخته شوي


دپاکستان د وزیراعظم نه وروسته ددې هیواد صدر ډاکټر عارف علوي اؤ ددفاع وزیر پرویز خټک هم په کرونا وایرس اخته شوي دي.

صدر علوي په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر لیکلي چې هغه خپل دکرونا ټیسټ کړی اؤ ددغه ټيسټ نتیجه مثبت راغې ده .

هغه وایي د کرونا ضد ویکسین وړومبی خوراک یې اخستی ؤ اؤ د دویم پړاؤ ویکسین به ورته یوه اوونۍ وروسته لګیدل.

صد علوي په نورو خلکو هم د کرونا وایرس په اړوند دمحتاط اوسیدو غږ کړی دی.

دعارف علوي میرمینې ثمینه علوي هم ټوئټر لیکلي دي چې صدر عارف علوي باندې د کرونا وایرس د منځ درجې علامات ښکاره شوي خو دهغه ولوله لوړه ده.

دصدر میرمنې لیکلي چې هغې هم خپل دکرونا ټيسټ کړی ؤ خو دغه ټيسټ صفا وتلی دی اؤ هغې ځان قرنطین کړی دی.

په عین حال کې د پاکستان ددفاع وزیر پرویز خټک وایي هغه ته هم کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ په خلکو یې غږ کړی چې باید د کرونا وایرس د دریمې څپې په وړاندې سنجیده پاتې شي.

یوه اوونۍ وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان ته هم دغه وایرس وروسته له هغې ورپورې شوی ؤ چې هغه ته د کرونا ضد ویکسین وړومبی خوراک لګول شوی ؤ.

په دې وروستیو کې پاکستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه پیل شوې اؤ حکومت وایي دا څپه ډیره خطرناکه ده اؤ روزانه په زرګونو کسان په دې وایرس اخته کیږي اؤ په لسګونو نور مري.

دعامو خلکو ترڅنګ تر دې دمه ګڼ شمیر حکومتي اؤ سیاسي اؤ مشران هم په کرونا وایرس اخته شوي اؤ یو شمیر دپارلیمان غړي اؤ وتلي شخصیات په دې وایرس مړه شوي هم دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG