لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه کلونه پس د غلام خان د لارې د سوداګرۍ ګاډي ميرانشا ته رسېدلي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شمالي وزيرستان د غلام خان بندر لاره چې د کال 2014م راهسې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې، په لومړي ځل پرې د افغانستان نه د سوداګرۍ ګاډي ميرانشا ته رارسېدلي دي.

د شمالي وزیرستان مرستيال کمشنر شاهد علي وايي پرون د اتوار/يکشنې په ورځ (څلورم اپرېل) د ميرانشا په درپه خېل کې د سبزيانو او مېوو د کوزولو خېژولو د مرکز پرانسته يې کړې ده.

ويل شوي چې د افغانستان نه تجارتي ګاډي به اوس د ميرانشا منډيانو ته راځي او د سوداګرۍ د ودې نورې لارې به ورسره خلاصې شي.

مرستیال کمشنر ویلي، صوبايي او مرکزي حکومت د افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت او ټرانزټ ټرېډ مهم ګڼي او د دې دپاره ټول وسايل په کار راولي.

د افغانستان د خوست ولايت د مېوو او سبزيانو د منډۍ مشر نور شدين وايي دوی د پاکستان نه مالټې او نورې مېوې افغانستان ته وړي او په دې وروستيو کې چې د غلام خان لاره د تګ راتګ او سوداګرۍ دپاره پرانستل شوې هغه پرې 250 ګاډي افغانستان لوري ته بوتللي دي.

خو وايي دا په نهه کاله موده کې لومړی ځل دی چې د غلام خان په لاره د افغانستان نه پاکستان ته ګاډي واوړېدل.

وي او اې ډيوه سره په خبرو وويل دوی ته په پوله اوس هم د کسټم مسله ده چې د پاکستان نه د غلام خان په لار ګاډي بوځي نو د 20 نه تر د 25 زره روپو پورې د کسټم ټېکس پرې ورکوي، بل دا چې دوی غواړي چې په پوله مېشته سوداګرو ته دې پاکستان اجازه ورکړي چې دوی په تذکره تګ راتګ کولی شي.

هغه زياته کړه که سوداګر په تذکره تر ميرانشا پورې لاړ شي هلته په خپله سودا وکړي د دوی په ګټه به تماميږي او دې سره به دوه اړخيزه سوداګري هم ښه شي.

هغه وويل که دا سوداګري وده مومي نو د شمالي وزیرستان او خوست سره د ګردېز او کابل پورې ټولو سيمو ته به د دې نه ګټه وي ځکه چې د هغه په وېنا د غلام خان د لارې تلونکی ګاډی په يوه ورځ کې تر کابل پورې رسيږي او په نوور لارو دغه سفر تر څلورو ورځو پورې رسي.

په میرانشا کې د سوداګرو مشر عبدالله وايي د ضرب عضب نه وروسته سوداګر تش لاس پاتې شوي او د غلام خان بندر د لارې پرانستل د دوی يواځينۍ غوښتنه وه چې نه يواځې د سوداګرو بلکې د علاقې خلکو يې هم غوښتنه کوله ځکه چې د سيمې زياتره خلک هم د دغه لارې ګټه وټه کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې عبدالله هم وویل دوی غواړي چې په پوله دې د ډرايور سره سوداګر ته هم د تلو راتلو اجازه ورکړی شي ځکه چې په ټيليفوني او خپله د موجودګۍ په سودا کې ډېر فرق وي.

هغه زياته کړه دوی په غلام خان بندر د ويزې د اسانتيا غوښتنه کوي چې دواړو غاړو ته تګ راتګ اسان شي او هغه په پوله او په شمالي وزيرستان کې د امنيت د ټينګښت او د بېنک د نظام جوړولو غوښتنه هم وکړه.

نوموړي وويل د ضرب عضب عملياتو وروسته د علاقې سوداګرو هر څه د لاسه ورکړي وو اوس چې دغه لاره بيرته پرانستل شوه نه يواځې سوداګر بلکې د علاقې د خلکو دپاره د خوښۍ خبره ده چې اقتصاد يې ورسره ښه شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شمالي وزيرستان د غلام خان بندر لاره چې د کلونو راهسې تړلې پرته وه د روان کال فرورۍ په وروستيو کې د خلکو د تګ راتګ او هر ډول سوداګرۍ دپاره پرانستل شوې وه.

سوداګر وايي، دا لاره د افغانستان سره د چمن، تورخم او نورو لارو په پرتله زياته نزدې ده، په سامان وړلو راوړلو مصرف کم راځي او وخت پرې هم کم لګي چې له امله به يي ورسره د غلام خان په لاره د ګاډو تګ راتګ هم سېوا شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG