لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وتلي فلمي ستوري امان خپلې دفلمي نړۍ خاطرې په کتابي بڼه خپرې کړې


دپښتو فلمونو وتلي ستوري امان دنیمې پیړۍ نه زیاته موده په فلمي نړۍ کې تیره کړې اؤ اوس یې د ژوند دغه تجربې ،مشاهدې اؤ یاداښتونه په کتابي شکل کې مخې ته راوړي دي.

د "میں ایک فلاپ هیرو…لیکن ؟؟؟" په نوم لیکل شوی دا د 638پاڼو کتاب په اردو ژبه خپور شوی خو واقعات اؤ یاداښتونه پکې ټول پښتو فلمي نړۍ پسې تړل شوي دي .

دپښتونخوا دبنو سیمې سره تړاؤ لرونکی امان خان (چې خپل نوم یې لال محمد دی) دپښتو د وړومبي فلم” کله خزان کله بهار” هیرو ؤ خو په کال 1969 کې جوړ شوي دغه فلم نه د بدرمنیر” یوسف خان شیربانو” فلم مخکې په سینما نندارې ته وړاندې شوی ؤ اؤ دغسې دپښتو د وړومبي فلم دهیرو ویاړ که هرڅو دامان په برخه ؤ خو دغه ویاړ خلکو بدرمنیر ته ورکړو.

هغه دپښتو په سوؤنو فلمونو کې دهیرو ، ولن اؤ غبرګ هیرو په توګه مرکزي کردارونه ادا کړي چې زیاتره پکې بیخي ډیر مشهور شوي اؤ هغه ته پرې بیلابیلو ادارو ایوارډونه اؤ جائزې هم ورکړي دي.

د فلمونو ترڅنګ هغه په سټیج اؤ ټي وي ډرامو کې هم کارونه کړي اؤ خپله نیمه پیړۍ ژوند یې فلمي نړۍ ته ورکړی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې فلمي ستوری امان وایي اکثره چې به یې خپلو ملګرو ته د خپلې فلمي نړۍ د ژوند کیسې کولی نو هغوئ به ترې غوښتنه کوله چې دا ټولې خاطرې باید په کتابي شکل ولیکل شي ترڅو تاریخ ته خوندي اؤ دخلکو د استفادې وړ شي .

هغه وایي دا کتاب یې وړومبی په اردو ژبه ولیکلو خو له دې وروسته به ډير زر دا پښتو ته هم واړوي اؤ دویم ځل به په پښتو ژبه خپور شي.

په یاد کتاب کې هغه دپښتو فلمي نړۍ د وتلو ستوریو بدرمنیر،اصف خان،نعمت سرحدي ، یاسمین خان مسرت شاهین ،جمیل بابر ،بیدار بخت اؤ نورو سره دخپل نزدیکت ،کله ښو اؤ کله خرابو اړېکو خبرې هم کړي دي .

ددې ترڅنګ هغه دخپلې طالب علمۍ د زمانې ،دخپلو شوقونو، عشق محبت ځېنې واقعات هم په دې کتاب کې قلمبندی کړي اؤ دا یې هم روښانه کړې چې څنګه یې فلمي نړۍ ته دننوتلو لار پیدا کړې وه.

دبدرمنیر په هکله لیکل شوي باب کې وایي چې هغه به ده ته دامان پځائ “خان“ویلو اؤ هغه له دې خبر شوی ؤ چې دغه خان ورته بدرمنیر په طنز کې وایي.

امان پخپلو خاطرو کې دا هم وایي چې ځېنو خلکو ورته ویلي وؤ چې بدرمنیر دهغه دپرمختګ مخه نیول غوښتل اؤ هڅه یې وه چې امان ته په فلمونو کې کار ترلاسه نه شي خو ورسره وایي چې بدرمنیر ډیر لویې سړی ؤ اؤ پخپل محنت یې فلمي نړۍ کې دغه مقام ته ځان رسولی ؤ.

دامان په مشهورو فلمونو کې زرتاجه،خانه بدوش،دیدن،ارمان،ناوې دیوې شپې،باز اؤ شهباز، اوربل اؤ ځېنې نور شامل دي اؤ په یاد کتاب کې یې ددې فلمونو دجوړولو په مهال رامنځته شوې خوندورې پېښې اؤ خاطرې هم شاملې کړې دي.

ددې ترڅنګ دې کتاب کې پښتو فلمي نړۍ پسې تړل شوي ځينې نایاب عکسونه هم مخې خپاره کړل شوي دي.

د اردو ژبې نومیالی کالم لیکونکی اؤ لیکوال حسن نثار ددې کتاب په اړه پخپله لنډه تبصره کې وایي .پاکستان کې د اداکارانو څخه د قلمکارانو جوړیدو رجحان ډير کم دی اؤ تر اوسه د ارواښاد طارق عزیز پرته کوم دفلم، ټي وي اداکار یا کمپیر دا جرائت نه دی کړی خو امان دا جرائت وکړو اؤ ډير ښه یې وکړو اؤ ده کله کله خنډان یا دلارې دیوالونه هم مات کړي پکار ده چې لوستونکي دا کتاب ضرور ولولي.

XS
SM
MD
LG