لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیر اعظم عمران خان دکرونا دمخنیوي سپارښتنو عملي کولو دپاره پوځ راوبللو


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دکرونا وایرس نه دخلکو ساتنې دپاره په شوؤ سپارښتنو یا ایس او پیز دعمل کولو دپاره پوځ ته د مرستې کولو وینا شوې ده .

دجمعې په ورځ د قامي رابطه کمیټۍ له غونډې وروسته قام ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي دکرونا دریمې څپې ټوله نړۍ راقابو کړې ده اؤ دنورو هیوادونو په پرتله زمونږ ګاونډیو هیوادونو کې وضعیت ډیر خراب دی.

هغه ویلي “په ګاونډ و کې د هسپتالونو اؤ اکسیجن د کمي له امله خلک مري،پاکستان کې هم خلک احتیاط نه کوي اؤ مونږ اندېښنه لرو چې راتلونکو څو ورځو کې به دپاکستان دننه هم داسې حالات جوړ شي لکه نن چې په هند کې دي”

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه په تيرو 24 ساعتونو کې 144 کسان مړه شوي خو ددې په پرتله بیا په هند کې په تیر یو شواروز کې 2263 کسان دې وایرس مړه کړي دي.

وزیراعظم وویل که چرې مونږ پروسکال هسپتالونو ته پام نه ؤ ګرځولی نو کیدای شي نن مو پاکستان کې هم دا ښه حالات نه وؤ لیدلي .

وزیراعظم زیاته کړه د کرونا نه دځان ساتنې دپاره چې کومې سپارښتنې شوي دي په هغې سختۍ سره عمل کولو ته اړتیا ده ،ځکه چې که حالات دهند په څېر شول نو بیا به مونږ ته دمجبورۍ نه لاګ ډاؤن پځائ کول وي.

هغه وویل ډیرو خلکو ورته مشوره ورکړې ده چې هیواد کې باید بشپر لاک ډاؤن پرځائ کړل شي خو وایي که داسې یې وکړل نو له امله یې تر ټولو زیات د غریبې طبقې خلک وځپل شي.

هغه وویل تیرکال خلکو پاکستان کې زیات احتیاط کړی کړی ؤ خو دا ځل چې کرونا نوره هم په تیزۍ سره خوره شوې هیڅوک د این سي او سي په سپارښتنو عمل نه کوي

هغه وویل اوس به حکومت په سپارښتنو دعمل کولو دپاره دسختۍ نه کار اخلي اؤ دپولیسو اؤ رینجرز ترڅنګ پوځ ته هم وینا شوې ده چې سړکونو ته را اوځی اؤ په ولس د کرونا ایس او پیژ عملي کړي.

پاکستان کې تر اوسه په کرونا وایرس 16زره 842 کسان مړه شوي اؤ سرکاري شمیرې په دې وایرس داخته 4000 نه د زیاتو ناروغانو وضعیت اندېښمن ښایي

راپورونه وايي په هند کې په تيرو څلورو ورځو کې د لسو لکو نه زيات کسان په کرونا اخته شوي دي.

د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په هند کې د کرونا څخه تراوسه پورې يو لک 86زره 95 کسان مړه کړي، د کرونا څخه په نړۍ کې 30 لکه، 72زره 309 کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG