دکرونا وایرس د سیوا شوې لړۍ له امله سعودي عرب په پاکستان اؤ یو شمیر نورو هیوادونو سفري بندیزونه لګولي اؤ دغو هیوادونو کې په ایسارو سعودي وګړو اؤ اقامه لرونکو یې غږ کړی دی چې باید سعودي ته په 72 ساعتو کې دننه ستانه شي.
دسعودي عرب دهوابازۍ د ادارې ګاګا لخوا دخپرې شوې اعلامیې له مخې دپاکستان ترڅنګ په هند،فلپائن،سريلنکا اؤ انډونیزیا هم دغه سفري بندیزونه لګول شوي دي.
تر دې دمخه عمان اؤ کینیډا هم په پاکستان سفري بندیزونه لګولي وؤ.
دسعودي داعلامیې له مخې دا بندیزونه به سعودي ته سامان وړونکو الوتکو اؤ د روغتیا دڅانګې مامورینو دپاره نه وي.
دسعودي عرب دسرکاري شمیرو له مخې تر اوسه به دغه هیواد کې د څلورو لکو اؤ لسو زرو نه زیاتو کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 6,878 په دې وایرس مړه شوي دي.
سعودي عرب د کرونا وایرس د روانې لړۍ له امله تیر کال په عامه توګه مسلمانانو ته دحج اجازه هم نه وه ورکړې اؤ یوازې په محدوده پیمانه یوازې لسو زرو مسلمانانو ته یې دحج اجازه ورکړې وه چې هغې کې هم زیات شمیر دسعودي دننه دمیشت بیلابیلو هیوادونو سره دتړاؤ لرونکو مسلمانانو ؤ
دشمیرو له مخې عموماً سعودي عرب ته د حج دپاره د نړۍ نه نزدې دوه نيم ملينه مسلمانان ورټولیږي.
د روژې په میاشت کې هم دنړۍ نه په لکونو مسلمانان سعودي عرب ته دعمرې دپاره ځی خو سږکال د رمضان په میاشت کې په کمه شمیره یوازې هغه چاته دعمرې اجازه ورکړل شوې ده چې دکرونا ضد ویکسین یې لګولي وي اؤ عمرونه یې 18 کالو نه تر 50 کلونو وي.
تر دې مهاله سعودي عرب څه نه دي ویلي چې سږکال به دنړۍ مسلمانانو ته په عامه توګه دحج اجازه ورکوي که نه؟