لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داختر ورځو کې به دپاکستان دسېلګرۍ سیمې اؤ دسورلیو ګاډي تړلې وي،دحکومت اعلان


دپاکستان حکومت اعلان کړی چې دکرونا وباء په چټکتیا سره دغځېدونکې لړۍ له امله به سږکال په وړوکي اختر ګرد هیواد کې په سیلګرۍ بندیز وي اؤ دیو ښار نه بل ښار ته یا دښار دننه دسورلیو ګاډي به هم چلند نه کوي.

دکورنیو چارو وزارت دنهې په ورځ د این سي او سي دغونډې دپرېکړو په ترڅ کې پخپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې داختر د رخصتیو په مهال به دسیلګرۍ ځایونه اؤ دهغې خواوشا ریسټورانټونه،هوټلونه اؤ پارکونه په بشپړ ډول تړلي پراته وي اؤ هم به د سورلیو ګاډو ته دچلند اجازه نه وي.

اعلامیه کې راغلي چې دوړوکي اختر په رخصتیانو کې به دسېلګرۍ سیمو مري،ګلیاتو،سوات اؤ کالام ته غځېدلې لارې تړلی شي اؤ هم به شمالي اؤ سمندري سیمو ته څوک نه پرېښودل کیږي.

نور کله به په وړوکي اختر پاکستان کې په لکونو خلک داختر په رخصتیانو کې دسېلګرۍ سیمو ته وتل اؤ یا به هم دیو ښار نه بل ښار ته دخپلو عزیزانو اؤ خپلوانو دمبارکۍ اؤ لېدنې دپاره یو بل کره تلل .

ددې ترڅنګ به په هر اختر په سینماګانو کې نوي فلمونه لګیدل اؤ په ګڼ شمیر خلک به ددغو فلمونو دکتلو دپاره سینیماګانو ته ورمات وؤ خو سږکال داختر نه مخکې د کرونا دسیوا شوې وبا نه دخلکو ساتنې دپاره پوځ پځائ کړل شوی دی.

سینیماګانې هم له اختره مخکې تړل شوي اؤ هم په هوټلونو کې چاته د خوراک څښاک اجازه نه ورکول کیږي.

تیره شپه پېښور کې د صوبې دصحت د وزیر تیمور سلیم جګړا په ضد هم له دې امله مقدمه درج کړل شوې ده چې هغه خپلو یو شمیر ملګرو سره په یو ریسټورانټ کې روژه ماتی کړی ؤ .

د کرونا نه دځان ساتنې دسپارښتنو په اساس حکومت پرله پسې په خلکو غږ کوي چې ماسک وکاروي،دیو بل نه په مناسبه فاصله پاتې شي ،دګڼې ګوڼې ځایونو ته د ورتګ نه ډډه وکړي اؤ سینیټائزر په لاسونو پورې کړي خو پاکستاني میډیا وایي چې صوبایي وزیر تیمور سلیم جګړا بیا پخپله ددغو سپارښتنو څخه سرغړونه کړې وه.

د خېبرپښتونخوا د صحت د وزير پرضد دغه مقدمه په داسې حال کې درج شوې چې د صحت نړیوالې ادارې ويلي، د خېبرپښتونخوا څلور ضلعې ردان، پېښور، سوات او نوښار د پاکستان هغه د سر ضلعې دي چرته چې د کرونا وبا تر ټولو زياته ده.

د ډان د رپورټ ترمخه په دغو ضلعو کې په مردان کې د کرونا مثبت شرح 30.6، پېښور کې 23.9، سوات کې 19.4 او نوښار کې 18.8 فيصده ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG