لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: يو پوليس سرتيری په ډزو وژل شوی، درې مړي موندل شوي


د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پولیس یو سرتیرې په ډزو وژل شوی او په یوه بله پېښه کې د درېو نامالومه کسانو مړي په داسې حال موندل شوي چې تشدد پرې شوی او بیا په ځمکه کې ښخ کړی شوي وو.

پولیس دواړه پیښې تاييدوي او وايي د پولیس سرتیري د وژنې پېښه د صدر تهاڼې په حدودو کې شوې او نامالومه مړي د بنو ډومېل تاڼې د حدودو نه تر لاسه شوي دي..

د صدر تاڼې پولیسو محرر راحت الله وايي د پولیس سرتیري د وژنې دا پېښه تیر ماښام هغه مهال شوې چې 30 کلن مدثر نومي پولیس سرتیرې په موتر سایکل ډیوټۍ ته روان وو.

هغه وویل پولیس کانسټبل د یو ریټایرډ پولیس ډی اېس پي ګل حمید سره په سیکورټۍ مامور وو او د هغه سیکورټۍ لپاره په موټر سایکل روان وو چې د ډیره اسماعیل خان په سړک نصیر اباد سیمه کې نامالوم کسانو په ډزو سره وژلی دی.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې ده.

محرر وویل د نوموړي د وژنې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د نا مالومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پوليسو يې پلټنې پېل کړي دي.

د ډومېل تهانې پولیس چارواکي وايي دويی ته تیر ورځ د بنو په حنوب ختیځ سیمه شمسي خیل کې د درې کسانو مړی په داسې حال تر لاسه شوي چې ښخ کړی شوي وو.

د تهاڼې پولیسو محرر اسرار الله وویل تیره ورځ د سیمې ماشومان لرګو راوړولو لپاره له کلي بهر تلي وو او هلته په خاورو کې ښخ دې کسانو لاس او پښې يې لیدلې او بیا يې د کلي مشران خبر کړي دي.

هغه وویل د خبر ترلاسه کېدو سره سم پولیس د پیښې ځايې ته ورسیدو او د دې ځايې نه يې د درېو کسانو مړي ترلاس کړل چې په خاورو کې ښخ کړی شوي وو.

هغه وویل د مړو وجودونه يې داسې ترلاسه کړي چې سرونه پورې نه وو او په بدن يې د تشدد نخښې دي.

د پوليس افسر په خبره د دوی مړي خراب شوي وو او د پیژندګلو وړ نه وو او نه تر اوسه په دې اړوند چا له پولیسو سره رابطه کړې او نه دې نه وړاندې چا پولیسو سره مقدمه درج کړې وه.

د پوليسو په وېنا د طبي معاينې وروسته د غه مړي د بنو کمېټۍ خاورو ته سپارلي دي.

هغه زیاته کړه پولیس په خپل مدعیت د نا مالوم کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې پیل کړي دي.

د مارچ په میاشت کې د بنو په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو مړي موندل شوي چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو، د مړه شوو هلکانو د خپلوانو په وېنا دا هلکان د موندلونه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو،

د یادې پېښې وروسته ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي پرلت پېل کړی د نورو غوښتنو ترڅنګ يې په علاقه کې د امنيت غوښتنه کړې وه چې علاقه دې د هر ډول بدامنۍ څخه پاکه کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

رپورټ: پاکستان کې په تيره يوه میاشت کې 68 امنيتي عسکر وژل شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG